په مکسیکو کې نامعلومو وسله والو ۳۶ تنه کډوال وتښتول.
په مکسیکو کې ۳۶ تنه کډوال تښتول شوي دي
2083635
په مکسیکو کې نامعلومو وسله والو ۳۶ تنه کډوال وتښتول.
د مکسیکو په تامولیپاس ایالت کې وسله والو په یوه بس چاپه ووهله او ۳۶ کډوال يي وتښتول.
د تامولیپاس د عامه امنیت سکرتریت لخوا خپور شوي یوه بیان کې ویل شوي چې د مهاجرینو څخه ډک بس د ریینوسا او ماتاموروس ښارونو ترمنځ د نامعلومو وسله والو لخوا درول شوی دی.
ویل شوي، چې دغې وسله والې ډلې، چې له بس څخه یې ۴۰ تنه کډوال د ټوپک په ګواښ سره ښکته کړل، ۳۶ تنه کډوال یې وتښتول.
د تامولیپاس لوی څارنوالۍ دفتر راپور ورکړ چې امنیتي ځواکونو د تښتول شوو کډوالو د موندلو لپاره په پراخه کچه عملیات پیل کړي.
د ویلو ده چې په مکسیکو کې د ۲۰۱۹ کال د مارچ په میاشت کې هم د سن فرناندو – رای نوسا په لویه لار ۲۰ تنه کډوال تښتول شوي وو چې تر اوسه پورې لا درکه دي.
د ویلو ده چې د تښتول شوو کډوالو هویت په اړه څه ندي ویل شوي.