امریکا ختیځې مدیترانې ته استولې الوتکې وړونکې کښتۍ بیرته ته هیواد ته ستنوي
امریکا چې د اسرائیلو نه د ملاتړ په موخه ختیځې مدیترانې ته خپل ټولو ته ستره د جنګي الوتکو انتقالوونکي کښتۍ استولې وه غواړي دا کښتۍ بیرته خپل اصلي مرکز امریکا ته ستنه کړي.
امریکا متحده ایالتونو چې د اسرائیلو نه د ملاتړ په موخه ختیځې مدیترانې د ( یو ایس ایس جیرالډ آر فورډ ) په نامه الوتکې وړونکې بېړۍ استولې وه داسې ادعا شوې ده چې غواړي دا بیړۍ بیرته خپل اصلي مرکز امریکا ته ستنه کړي.
دوو امریکايي چارواکو د امریکا د ABC خبري چینل ته یې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د الوتکې وړونکې بېړۍ د ماموریت به چې د اکتوبر له نیمایي راهیسې په سیمه کې فعالیت کوي، ډېر ژر بدلون ومومي.
نوموړو چارواکو یادونه وکړه چې د USS ګیرالډ آر فورډ الوتکې وړونکې بیړۍ، چې د هیواد په لیست کې ترټولو لویه او نوې الوتکه وړونکې بیړۍ ده ، او ورسره ملګري کروزرونه او تعرضي کښتۍ به "په راتلونکو ورځو کې" د ختیځ مدیترانې څخه ووځي او بیرته به ویرجینیا ایالت کې نورفولک بندر ته راستانه شي.
همدې چارواکو زیاته کړه چې لا هم په سیمه کې د اسرائیلو د ملاتړ لپاره ډېرې بېړۍ او کروزرونه شته او له تل ابیب نه د دوی ملاتړ دوام لري.
د امریکا د دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه د حماس له بریدونو سمدستي وروسته، د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټن لارښوونه وکړه چې د الوتکې وړونکې بیړۍ ختیځ مدیترانې ته واستوي چې له اسرائیلو سره مرستې ته چمتو وي.