روسیې پر اوکراین پراخه بریدونه کړي

د روسیې لخوا د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د توغندیو په برید کې د ۶ ماشومانو په ګډون ۵۱ کسان ټپیان شوي دي.

2076029
روسیې پر اوکراین پراخه بریدونه کړي

د روسیې لخوا د اوکراین په پلازمېنه کیف کې د توغندیو په برید کې د ۶ ماشومانو په ګډون ۵۱ کسان ټپیان شوي دي.

د اوکراین د هوايي ځواکونو د قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د روسیې پوځ د شپې پر مهال د بې پیلوټه الوتکو  او بالستیک توغندیو پر مټ د اوکراین پر خاوره برید وکړ.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ایران ساخت «شاهد» ډوله ۱۰ ډرون الوتکې د اودیسا په سیمه کې ویشتل شوي دي.

د کیف ښار د پوځي ادارې مشر سرګي پاپکو هم د خپل ټولنیزه میډیا پاڼې له لارې ویلي دي چې د دوې دفاعي ځواکونو د  روسیې توغندي په هوا کې تثبیت او له منځه وړي دي.

پاپکو يادونه وکړه، د ویشتل شوو توغندیو د پارچو د غورځیدو له امله  د شپږو ماشومانو په ګډون ٥١ کسان ټپيان شوي او کورونه، اپارتمانونه او موټرونه زيانمن شوي دي.

د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴مه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر اوکراین د یرغل امر وکړ، په دې توګه د روسیې او اوکراین جګړه پیل شوه.


پيوندونه: #بریدونه , #اوکراین

اړوند خبرونه