زیلینسکي : د فرانسې له ولسمشر سره مو د اوکراین سره د دفاعي مرستې په اړه خبرې وکړې
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې هغه د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره "د فرانسې د نوي دفاعي کڅوړې چې د اوکراین تعرضي ځواک به پیاوړی کړي " خبرې وکړې.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي دي چې هغه د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره "د فرانسې د نوي دفاعي کڅوړې چې د اوکراین تعرضي ځواک به پیاوړی کړي " خبرې وکړې.
ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې هغه چې د رسمي سفر په ترڅ کې ارجنټاین ته تللی دی هلته د فرانسې له ولسمشر مکرون سره تلیفوني خبرې کړې .
زیلینسکي وویل چې هغه مکرون ته د جګړې په لومړۍ لیکه کې د پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل او د دوی د نظامي ملاتړ څخه یې مننه وکړه.
هغه ویلي دي چې د غونډې په جریان کې "د اوکراین د لومړیتوبونو اړتیاو او د فرانسې د نوي دفاعي کڅوړې په اړه بحث وکړ چې د اوکراین تعرضي ځواک به د پام وړ پیاوړی کړي".
زیلینسکي وویل چې هغه د فرانسې څخه د اف ۱۶ جنګي الوتکو لپاره د اوکرایني پیلوټانو روزنې ته د چمتووالي نیولو په برخه کې مننه وکړه. فرانسه په پام کې لري چې د اوکرایني پیلوټانو دویمه جوپه به د روزلو لپاره قبول کړي.
زیلینسکي وویل، ما د غلو د دهلیز د فعالیت په اړه چې د روسیې له ټولو خنډونو سره سره اوس دوام لري مکرون ته معلومات ورکړل. ما د اروپايي شورا په غونډه کې له اروپايي ټولنې سره د اوکراین د الحاق د خبرو اترو د پیل پر اهمیت هم ټینګار وکړ. اوکراین به د اروپايي اتحادیې ټول اړین وړاندیزونه پر ځای کړي."
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.