په روسیه کې د ولسمشرۍ ټاکنو نیټه معلومه شوه.
د روسیې د فدراسیون شورا، د ۲۰۲۴ میلادي کال د مارچ په ۱۷ مه نيټه د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کولو پریکړه وکړه.
2073799
په روسیه کې د ولسمشرۍ ټاکنو نیټه معلومه شوه.
د روسیې د فدراسیون شورا، د ۲۰۲۴ میلادي کال د مارچ په ۱۷ مه نيټه د ولسمشرۍ ټاکنو د ترسره کولو پریکړه وکړه.
د فدراسیون شورا د ولسمشریزو ټاکنو د نېټې د ټاکلو په موخه غونډه وکړه.
د غونډې په پایله کې، د شورا غړو سناتورانو په متفقه توګه پریکړه وکړه چې ټاکنې د ۲۰۲۴ کال د مارچ په ۱۷ نیټه ترسره شي.
د روسیې د فدراسیون د اساسي قانون له مخې، د ولسمشریزو ټاکنو نیټه ټاکل د فدراسیون شورا، د پارلمان د مشرانو جرګې واک دی.
په دغه هېواد کې د ولسمشرۍ تېرې ټاکنې د ۲۰۱۸ کال د مارچ په ۱۸ ترسره شوې وې او ولادیمیر پوتین د ۷۶.۶۹ سلنه رایو په تر لاسه کولو سره بیا ولسمشر شوی وو.