روسیې تیره شپه پر اوکراین د بې پیلوټه الوتکو سره ۴۸ بریدونه کړي دي.
روسیې پر اوکراین خپل بریدونه یو ځل بیا ډیر کړي دي
2073083
روسیې تیره شپه پر اوکراین د بې پیلوټه الوتکو سره ۴۸ بریدونه کړي دي.
د اوکراین هوايي ځواکونو اعلان وکړ چې روسیې د تیرې شپې په اوږدو کې په ټولیزه توګه پر اوکراین د بې پیلوټه الوتکو سره ۴۸ بریدونه کړي دي چې ۴۱ يي ددوې د دافع ځواکونو لخوا له منځه وړل شوي دي.
اوکراین ویلي دي چې روسیې دا بریدونه د ایران ساخت کامیکازي بې پیلوټه الوتکو سره کړي دي.
د ویلو ده چې د اوکراین هوايي ځواکونو پدې بریدونو کې د ځاني او مالي تلفاتو په اړه څه ندي ویلي.
د ویلو ده چې روسیې پدې وروستیو کې پر اوکراین یو ځل بیا خپلو بریدونو ډیر کړي دي.
د بله پلوه اوکراین د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا د کافي پوځي مرستو د نه ترلاسه کولو له امله سر ټکوي.