په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي هډو بریدونه له سره پیل شوي دي.

په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر هډو ګنشمیر بریدونه شوي

2072222
په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي هډو بریدونه له سره پیل شوي دي.

په عراق او سوریه کې د امریکايي ځواکونو پر پوځي هډو بریدونه له سره پیل شوي دي.

 وروسته له هغه چې د دسمبر په لومړۍ نېټه د غزې پر تړانګه د اسرائيلو بريدونه بيا پيل شول، په عراق او سوريه کې د امريکايي پوځيانو پر هډو بيا بريدونه پيل شول.

د ایران پلوه شیعه وسله والو ډلو نه جوړې د عراق د اسلامي مقاومت غورځنګ لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې د عراق د کردانو د سیمه ایز حکومت د اربیل په ښار کې د امریکايي پوځیانو په هډو بریدونه کړي دي.

په بیان کې راغلي دي «په غزه کې زموږ د خلکو په وړاندې د دښمن لخوا د روانو بریدونو په ځواب کې ، د سوریې په شمال ختیځ کې د حرب الجیر په سیمه کې د د امریکايي اشغالګرو ځواکونو پر  هډې  د توغندیو برید کړی دی.»

په لبنان کې میشت المیادین چینل چې د عراق اسلامي مقاومت ته نږدې دی، ادعا کړې چې ۷ راکټونه په اډه کې لګیدلي دي.

 

په بیان کې همداراز راغلی دی چې د عراق په شمال کې د عراق د کردستان سیمه ایز حکومت د اربیل په نړیوال هوایی ډګر کې د داعش ترهګرې ډلې په خلاف د امریکې په مشرۍ د ائتلافی ځواکونو په هډه باندې د وسله والو بې پیلوټه الوتکې حمله ترسره شوه.

تر اوسه معلومه نه ده چې په دې بریدونو کې ځاني او مالي زیانونه اوښتي که نه.



اړوند خبرونه