شمالي کوریا د امریکا د مذاکراتو غوښتنه رد کړه ګواښ يي هم وکړ
شمالي کوریا د امریکا د مذاکراتو غوښتنه رد کړه.
شمالي کوریا د امریکا د مذاکراتو غوښتنه رد کړه.
د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون خور کیم یو جونګ د امریکا د مذاکراتو او ډیپلوماسۍ غوښتنه رد کړه او ګواښ وکړ چې فضا ته به نورې جاسوسي سپوږمکۍ هم واستوي.
د شمالي کوریا د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې، کیم یو جونګ په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې لینډا توماس ګرین فیلډ د هغه څرګندونو په اړه چې د شمالي کوریا لخوا فضا ته د سپوږمکۍ استول يي بې پروا او د ګاونډیانو لپاره ګواښ بللی وو او شمالي کوریا ته د مذاکراتو بلنه ورکړې وه ډیر سخت غبرګون وښود او دا یې "یو وحشتناک عمل" وباله او د مذاکراتو غوښتنه يي ورته هم رد کړه
کیم یو جونګ د امریکا د خبرو غوښتنه رد کړه او ګواښ یې وکړ چې فضا ته به لا ډېرې جاسوسي سپوږمکۍ ولېږي.
کیم وویل: "د یوه خپلواک هیواد حاکمیت هیڅکله د خبرو اترو موضوع نه شي کیدی، او له همدې امله (شمالي کوریا) به د دې هدف لپاره له امریکا سره مخامخ ونه ګوري."
کیم په دې باندې په ټینګار سره چې شمالي کوریا به د خپلو خپلواکو حقونو د پراختیا لپاره هڅو ته دوام ورکړي، وویل چې هیواد به یې د ملګرو ملتونو د ټولو غړو هیوادونو په څیر، پرته له کوم محدودیتونو څخه په باعزته توګه د خپلو حاکمیتي حقونو کارولو ته دوام ورکړي.
کیم له توماس ګرین فیلډ څخه وغوښتل په سویلی کوریا کې دې د امریکا د ستراتیژیکو شتمنیو د موجودیت لامل بیان کړي.
شمالي کوریا د می په ۳۱ او د اګست په ۲۳ مه د جاسوسي سپوږمکۍ د توغولو هڅه وکړه. دواړه هڅې ناکامې شوې.
پیونګ یانګ د نومبر په ۲۱ د دریم ځل لپاره د فضا په لور یوه جاسوسي سپوږمکۍ توغولې وه.
له دې وروسته جنوبي کوریا د نوامبر په ۲۲مه اعلان وکړ چې د هغه تړون ځینې مادې یې لغوه کړې چې په ۲۰۱۸ کال کې یې له شمالي کوریا سره د پوځي تاوتریخوالي د کمولو په موخه لاسلیک کړی وو.. شمالي کوریا بیا د نوامبر په ۲۳ دا تړون په بشپړه توګه لغوه کړ.
د جي ۷ د ډلې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د نوامبر په ۲۲ د شمالي کوریا لخوا فضا ته د جاسوس سپوږمکۍ لیږدونکي راکټ توغول په کلکه وغندل.