د قزاقستان په الماتا ښار کې په یوه هوټل کې د اور لګېدنې له امله ۱۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د قزاقستان د بېړنیو حالاتو د ادارې په وینا، په الماتا ښار کې په یوه درې پوړیزه اپارتمان کې چې دوه پوړه يي د هوټل په توګه کارول کیده د اور لګېدنې له امله ۱۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
2070864

د لومړنیو معلوماتو له مخې دغه مرګ ژوبله د کاربن مونو اکساید د مسمومیت له امله رامنځته شوې ده.
ويل شوي دي چې د وژل شويو کسانو هويت معلوم شوی او عدلي طب څيړنې پيل شوي دي.
په هوټل کې د اور لګېدنې لامل چې ۷۲ تنه پکې شتون درلود، تر اوسه نه دي په ډاګه شوي.