پوتین : د غزې په تړانګه کې جګړې د فلسطین ملکي وګړو ته ډیر زیات درد او غم رسولی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې د غزې په تړانګه کې جګړې د فلسطین ملکي وګړو ته ډیر زیات درد او غم رسولی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې د غزې په تړانګه کې جګړې د فلسطین ملکي وګړو ته ډیر زیات درد او غم رسولی دی.
د نوامبر ۲۹ د فلسطین له خلکو سره د پیوستون نړۍواله ورځ په مسکو کې د فلسطین په سفارت کې ځانګړې غونډې او مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
په دې غونډه کې د منځني ختیځ او افریقايي هېوادونو لپاره د روسیې د ولسمشر پوتین ځانګړي استازي میخایل بوګدانوف، په مسکو کې د فلسطین سفیر عبدالحافظ نوفل، په مسکو کې د تورکیې سفیر تانژو بلګیچ او د یو زیات شمیر هیوادونو استازو ګډون کړی و.
یو زیات شمیر فلسطیني وګړو چې پدې غونډه کې د فلسطین د بیرغونو سره ګډون کړی وو، د غزې په تړانګه د اسرائیلي پوځ په بریدونو کې د شهید شوو فلسطینیانو په یاد د هغوې عکسونو ته د ګلانو ګیډۍ کیښودې او د اسرائیلو پر ضد يي شعارونه ورکړل.
په مسکو کې د فلسطین سفیر نوفل په خپله وینا کې د غونډې له ګډونوالو څخه د دوی د ملاتړ له امله مننه وکړه او د فلسطین د ولسمشر محمود عباس ځانګړی پیغام یې ولوست.
د منځني ختیځ او افریقايي هېوادونو لپاره د پوتین ځانګړي استازي بوګدانوف هم عباس ته د پوتین استول شوی لیک ولوست.
پوتین په خپل لیک کې د فلسطین وضعیت ته په اشارې سره ویلي وو چې
" د غزې په تړانګه کې خونړۍ جګړې د فلسطین ملکي وګړو ته ډیر زیات درد او غم رسولی دی. زه فکر کوم چې په دې وخت کې دا مهمه ده چې د ختیځ بیت المقدس د پلازمینې سره او د ۱۹۶۷ کلونو د پولو د یو خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو لپاره ستاسو د خلکو د مشروع حق د ترلاسه کولو په برخه کې د روسیې ثابت دریځ بیا تکرار کړم. دا د فلسطین او اسرائیلو د مسئلې په اړه یوه هر اړخیزه تګلاره ده." "دا د اوږدمهاله او عادلانه حل د ترلاسه کولو لپاره اساسي شرط دی. زه پوره باور لرم چې په ګډو هڅو سره، موږ کولی شو د روسیې او فلسطین ترمنځ دوستانه اړیکې او په بیلابیلو برخو کې دوه اړخیزې ګټورې همکارۍ د دودیز ډول د لا پراختیا ډاډ ترلاسه کړو."