په جاپان کې د امریکا یوې الوتکې سقوط وکړ

د امریکا یوه پوځي الوتکه چې ۸ تنه پکې سپاره وو، د جاپان د یاکوشیما ټاپو ته څېرمه په سمندر کې لوېدلې ده.

2070323
په جاپان کې د امریکا یوې الوتکې سقوط وکړ

د امریکا یوه پوځي الوتکه چې ۸ تنه پکې سپاره وو، د جاپان د یاکوشیما ټاپو ته څېرمه په سمندر کې لوېدلې ده.

د جاپان د ساحلي ګارد ویاند ویلي، تر اوسه د الوتکې د عملې د ژوند په اړه معلومات نشته.

په سیمه کې د امریکايي ځواکونو ویاند ویلي چې دوی د پېښې په اړه معلومات راټولوي.

د جاپاني رسنیو د خبر له مخې، په ټاپو کې ځایي خلکو ویلي چې د الوتکې کیڼ انجن په سمندر کې د لوېدو پر مهال اور اخیستی وو.

د ویلو ده چې د امریکا لخوا په جاپان کې د V-22 Osprey الوتکو ځای په ځای کولو چې هم د هلیکوپټر او هم د ثابتو وزر لرونکو الوتکو په توګه دنده ترسره کوي ځینې نیوکې راپارولې وې. کارپوهانو ویلي وو چې دا الوتکې د سیمې د شرایطو سره سمون نه لري او سقوط احتمال يي ډیر زیات لوړ دی.

خو د امریکا پوځ او جاپان ویلي چې دا الوتکې  خوندي دي او کوم مشکل نلري.


پيوندونه: #سقوط , #الوتکه , #امریکا

اړوند خبرونه