بلینکن د اذربایجان د ولسمشر علي یف او ارمنستان د لومړي وزیر پاشینیان سره ټيلیفوني خبرې وکړې
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اذربایجان له ولسمشر الهام علی یف او د ارمنستان له لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره د ټیلیفوني خبرې وکړې.
د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اذربایجان له ولسمشر الهام علی یف او د ارمنستان له لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره د ټیلیفوني خبرې وکړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې بلینکن له علي یف او پاشینیان سره په دې ټیلیفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د خبرو اترو په اړه خبرې وکړې.
بلینکن د "دوامداره سولې تړون" په اړه د علی یف د ژمنې هرکلي وکړ. هغه یادونه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شخړه د دواړو خواوو د کړاوونو لامل کېږي.
بلینکن د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پای ته رسولو اهمیت ته پاملرنه وکړه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن له پاشینیان سره په ټيلیفوني خبرو کې هم د سولې د خبرو اترو پر اهمیت ټینګار وکړ.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت له ارمنستانه وغوښتل چې د نوامبر په ۲۱مه د سولې د موافقې د خبرو لپاره مستقیمې دوه اړخیزې خبرې پیل کړي.
د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ارمنستان د سولې د موافقې د مسودې په اړه د اذربایجان وړاندیزونو ته د ځواب ویلو لپاره کابو دوه نیمې میاشتې وخت نیولی او دغه بهیر یې په جدي توګه ځنډولی دی.
د ارمنستان او اذربایجان د سرحدونو د ټاکلو کمیسیونونه به د نوامبر په ۳۰ مه نېټه د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمه کې غونډه وکړي.