ډیکلاسیفایډ :انګلستان ۳۳ الوتکې پوځي مرستې اسرائیلو ته استولي دي.

ډیکلاسیفایډ : انګلستان د اکتوبر د ۱۳ او ۲۶ مو نیټو ترمنځه اسرائیلو ته ۳۳ الوتکې پوځي مرستې استولي دي

2069166
ډیکلاسیفایډ :انګلستان ۳۳ الوتکې پوځي مرستې اسرائیلو ته استولي دي.

پداسې حال کې چې ادعا کیږي  چې  په سویلي قبرس کې د انګلستان د اکروتیري د پوځي هډې نه د انګلستان او امریکا  یو زیات شمیر ټرانسپورتي پوځي الوتکو اسرائیل ته الوتنې کړي دي ، د انګلستان د پارلمان د وکیل کیني مک اسکیل لخوا ددې مسئلې د څیړولو په موخه د اقدام  مخه نیول شوې ده .

د انګلستان د ډیکلاسیفایډ د خبر له مخې چې د پوځي او استخباراتي ادارو د کار په اړه څیړنیز خبرونه تهیه کوي ، د برتانیا د دفاع وزارت ومنله چې د اکتوبر د ۱۳ او ۲۶ مو نیټو ترمنځه د سویلي قبرس په جنوب کې د اکروتیري اډې څخه تل ابیب ته ۱۷ پوځي الوتنې ترسره کړې.

خو ډیکلاسیفاید  لخوا بیا د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، ددې نیټو ترمنځه ۳۳ پوځي الوتنې شوي دي.

د انګلستان د دفاع وزارت د  ډیکلاسیفاید  پوښتنو ته په ځواب کې، ویلي چې الوتکې د پوځي مرستو لپاره نه بلکې د برتانیا د ډیپلوماتیکو نوښتونو او سیمې نه د پرسونل د تخلیې لپاره لیږل شوي دي .  په خبر کې راغلي، که چیرې  "د پوځي مرستو افشا شي ممکن د دفاع وزیر ګرانټ شیپس د نړیوالو جرمونو په محکمه کې محاکمه شي.

په خبر کې ویل شوي چې په دې اړه معلومات نه دي ترلاسه شوي چې دغه الوتکې څه ډول لېږدول کېدې او دا هم ویل شوي چې C-17A د ۳ بلک هاک چورلکو، ۱۳۴ پرسونل او ټانکونو د لېږد ظرفیت لري په چټکۍ سره د جګړې ډګر ته اغیزمن نظامي ځواک لیږدوي.

د ډیکلاسیفاید لخوا په یوه بل راپور کې ادعا شوې چې امریکايي الوتکو د اکروتیري هډه هم اسرائیلو ته د مرستو د لېږدولو د مرکز په توګه کارولې ده.

د خبر له مخې امریکا په اروپا کې په خپلو ځینو هډو کې خپل پوځي تجهیزات اکروتیري ته رسولي، د امریکا لسګونه ټرانسپورټي الوتکې او چورلکې له اکروتیري څخه تل ابیب ته الوتنې کوي.

په خبر کې ویل شوي چې د امریکا  په منځني ختيځ کې د خپلو عملیاتو په موخه ۱۲۹ تنه هوايي ځواکونه په اکروتیري هډه کې ځای په ځای کړي او په سیمه کې د کشفي الوتنو په موخه کشفي الوتکې په دایمې توګه پدې هډه کې ځای په ځای کړي دي.

د نوموړو ادعاګانو  په تعقیب، د انګلستان په پارلمان کې د البا ګوند استازي کیني مک اسکیل د دفاع وزارت څخه اسرائیلو ته د پوځي مرستو په اړه استجواب غوښتنه کړې ده.

د انګلستان د دفاع وزارت نوموړي ته د برېښنالیک په استولو سره ویلي دي چې حکومت پدې اړه تاسې ته د معلوماتو د ورکولو مخه نیولې ده او نشو کولی چې پدې اړه تاسې ته معلومات درکړو. همداشان دفاع وزارت  ویلي دي چې  ددې هډې د عملیاتو او فعالیتونو په اړه لا زیاته تبصره نشي کولی.



اړوند خبرونه