د بلینکن پر خلاف د وینو ککړو سرو لاسونو سره احتجاج وشو
د امريکا د مشرانو په جرګه کې اسرائیلو سره د مرستې د نوې کڅوړې په اړه په جوړه شوې غونډه کې د جګړې مخالفینو ډلې د وینو ډک سرو لاسونو په اوچتولو سره د امریکا د حکومت پر خلاف غبرګون وښود او احتجاج وکړ.
د امريکا د مشرانو په جرګه کې اسرائیلو سره د مرستې د نوې کڅوړې په اړه په جوړه شوې غونډه کې د جګړې مخالفینو ډلې د وینو ډک سرو لاسونو په اوچتولو سره د امریکا د حکومت پر خلاف غبرګون وښود او احتجاج وکړ.
احتجاج کوونکو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن لخوا د اسرائیلو سره د مرستې د نوې کڅوړې په اړه د وینا د پرې کولو سره ( سمدلاسه اوربند ) شعارونه ورکړل او د وینو سرو لاسونه په اوچتولو سره د بلینکن پر خلاف احتجاج وکړ.
د امریکا د مشرانو په جرګه کې د جګړې د مخالفینو د سرو لاسونو سره احتجاج په نړۍ کې ډیر زیات انعکاس پیدا کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن او د دفاع وزیر لوید استین چې د اسرائیلو او اوکراین سره د نوو مالي مرستو په اړه د مشرانو جرګې د بودیجې کمیسیون ته رابلل شوي وو، د جګړې د مخالفینو د احتجاج سره مخامخ شول. احتجاج کوونکو په وینو ککړ سرو لاسونو په اوچتولو سره د امریکا حکومت ته ستاسې لاسونه د ملکي وګړو په وینو سره ، پيغام ورکړ.
احتجاج کوونکو ( د غزې ماشومان وژغورئ – سمدلاسه اوربند – غزه وژغورۍ ) په څیر شعارونه ورکول.
د ویلو ده چې احتجاج کوونکو د شعارونو په ورکولو سره د بلینکن وینا په پرله پسې ډول سره پرې کړ چې د همدې امله څو ځله غونډه وځنډول شوه.
د امریکا حکومت د اسرائیل او اوکراین لپاره د ۱۰۶ میلیاردو ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده . ددې مرستو نه ۱۵ میلیارده ډالره يي د اسرائیلو لپاره د فلسطین پر خلاف د عملیاتو په خاطر غوښتل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن د خپلې وینا په پای کې د احتجاج کوونکو ستاینه وکړه او وویل چې ، مونږ پدې ډیر ښه پوهیږو چې مونږ تاسې ټول د ملکي وګړو د ژغورنې په خاطر دا هلې ځلې کوو. ځکه چې دا درد او غم زمونږ او ستاسې مشترک دی، مونږ په ګډه دې ددې درد او غم د پایته رسولو هوډ لرو.
بلینکن وویل چې امریکا مجبوره ده چې د خپلو متحدینو نه ملاتړ وکړي او د هغوې ترڅنګ ودریږي.