ولادیمیر پوتین وویل  چې ، په فلسطین کې ملکي وګړي د کوم توپیره  پرته  وژل کیږي.

پوتین : " د غزې په ټرانګه کې د روانو وحشي‌ پيښو، چې په نتیجه کې په سلګونو زره تنه بې ګناه او معصوم انسانان وژل شوي‌ ، هیڅډول مشروع عذر نلري."

2058105
ولادیمیر پوتین وویل  چې ، په فلسطین کې ملکي وګړي د کوم توپیره  پرته  وژل کیږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل  چې ، په فلسطین کې ملکي وګړي د کوم توپیره  پرته  وژل کیږي.

" د غزې په ټرانګه کې د روانو وحشي‌ پيښو، چې په نتیجه کې په سلګونو زره تنه بې ګناه او معصوم انسانان وژل شوي‌ ، هیڅډول مشروع عذر نلري."

پوتین د روسیې فدراسیون د داغستان خودمختاره جمهوریت په هوایی ډګر کې د اسرائیلو څخه د یوې الوتکې د راتلو له امله د مظاهره چیانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د اخ وډب په اړه په جوړه شوې غونډه کې خبرې وکړې.

پوتین ددې خبرې په ټینګار وویل چې په منځني ختیځ کې روان  پرمختګونه د روسیې پر ضد کارول کیږي .

"د دې هدف لپاره دوی د درواغو، پارونکو اقداماتو، پیچلي او تیري‌ کوونکي‌ رواني‌ فشارونو او معلوماتي عناصرو څخه استفاده کوي."

ولادیمیر پوتین ټینګار وکړ چې په منځني ختیځ کې نوی کړکیچ د اسرائیلو د برید سره پیل شوی او خپلو خبرو ته  په لاندې ډول دوام ورکړ.

"له بده مرغه موږ وینو چې د اصلي‌ مجرمینو او ترهګرو ته د سزا ورکولو پر ځای د ټولنیز مسؤلیت له اصولو څخه د غچ اخیستو په خاطر کار اخیستل کیږي.  د غزې په تړانګه کې د هغو وحشتناکو پیښو لپاره چې په کې په سلګونو زره بې ګناه خلک په بې توپیره وژل شوي‌ او وژل کیږي، هیڅ  شی توجیه او بهانه کیدای نشي. ځکه چې دوی له بمباریو څخه د تیښتې او پټېدو ځای نه لري.

پوتین په فلسطین کې د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې خواشیني څرګنده کړه او زیاته کړه،

"کله چې تاسې په غزه کې ماشومان وینۍ چې وینې ترینه روانې وي، د ماشومانو جسدونه وینۍ، غم او درد لیدلې ښځې او بوډاګان وینۍ ، روغتیايي پرسونل چې په څه ډول بې رحمانه توګه وژل کیږي‌ وینۍ ، پرته له شکه چې د سترګو به مو اوښکې جاري‌ کیږي‌‌ او ډیر زیات فشار به درباندي راځي. ددې د بیان لپاره بله کومه لار شتون نلري.

پوتین په خپله وینا کې د داغستان په ماخچکلا هوايي ډګر کې د پېښو په اړه وویل،

 

"هغه څه چې تیره شپه په ماخچکلا کې پیښ شوي  په ځانګړې توګه ټولنیزو رسنیو او  د اوکراین له خاورې د غربي اجنټانو کار وو ."

پوتین ویلي دي چې په داغستان کې په  میشتو یهودانو باندې د  برید سره د فلسطین سره مرسته نه شي کیدای.

"له فلسطین سره د مرستې یوازینۍ لار د هغو کسانو سره مبارزه ده چې د دې تراژیدۍ تر شا لاس لري. موږ د روسیې په توګه د ځانګړو پوځي عملیاتو په چوکاټ کې له هغوی سره جګړه کوو. موږ د ځان او د هغو کسانو لپاره چې د حقیقي ازادۍ غوښتونکي مبارزه کوو."

پوتین ټینګار وکړ چې د احساساتو نه باید کار ونه اخیستل شي او زیاته کړه ،

"موږ باید په دې پوه شو چې د منځني ختیځ او د نړۍ په نورو برخو کې د خلکو د کړاوونو تر شا د چا لاس دی؟ څوک وژونکې ګډوډي تنظیموي او څوک ترې ګټه اخلي؟ د نړیوالې بې ثباتۍ  څخه څوک ډیره ګټه اچتوي؟ څوک  د خلکو په وینو تجارت کوي؟"

ولادیمیر پوتین ټینګار وکړ چې امریکا د یو نړیوال قدرت په توګه کمزورې کیږي او له همدې امله هڅه کوي چې د روسیې په ګډون په نورو سیالانو کې د ګډوډۍ له لارې بې ثباتي رامنځته کړي.



اړوند خبرونه