امریکا : تورکیه د ناټو یو مهم او ارزښتناک غړی دی چې په ګډه به کار کولو ته دوام ورکړو
امریکا متحده ایالتونو ټینګار وکړ چې تورکیه د ناټو یو ارزښتناک متحد دی او ویلي یې دي چې له انقرې سره به د دې اتحاد د پیاوړتیا لپاره په ګډه کار ته دوام ورکړي.
امریکا متحده ایالتونو ټینګار وکړ چې تورکیه د ناټو یو ارزښتناک متحد دی او ویلي یې دي چې له انقرې سره به د دې اتحاد د پیاوړتیا لپاره په ګډه کار ته دوام ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر د هغه پوښتنې په ځواب کې چې د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د هغه څرګندونو نه وروسته چې ویلي وو د حماس ډله ترهګره ډله نده ، د ناټو سازمان نه د تورکیې د ویستو غوښتنه شوې وه ، ایا پدې برخه کې د امریکا دریځ او چلند څه دی؟ وویل ، " په دې مسله کې زموږ ترمنځه د اختلافاتو سره سره، زه کولی شم ووایم چې تورکیه د ناټو یو مهم او ارزښتناک متحد دی."
هغه د دې خبرې په ټینګار سره وویل چې امریکا د ناټو سازمان د پياوړتیا په خاطر د تورکیې سره په ګډه کار کولو او همکارۍ ته دوام وکړي. همداشان میلر په ناټو سازمان کې د سویډن د غړیتوب د پروسې په اړه وویل چې ، په ناټو کې د تورکیې د غړیتوب پروتوکول د تورکیې د ولسمشر لخوا د لاسلیک نه وروسته د تصویب په موخه پارلمان ته لیږل شوی دی.
میلر وویل، «موږ د ناټو د پیاوړتیا لپاره له دوی سره په ګډه کار ته دوام ورکوو.» هغه ټینګار وکړ چې په دې کې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب چټک تطبیق هم شامل دی.
ویاند وویل د تورکیې سره دا د نظر اختلاف او لانجه زمونږ لومړنۍ اختلاف نه و، خو ددې ټولو سره سره دوی لا هم تورکیې ته د ناټو د یوه ګټور او رغنده متحد په سترګه ګوري.