امریکا په غزه کې چې د اسرائیلو د ډیرو سختو بمباریو لاندې قرار لري ، د اوربند غوښتنه رد کړه.

امریکا  د اوربند د غوښتنې په اړه وویل ، "موږ اوس په دې باور یو چې اوربند به د حماس په ګټه وي."

2058125

دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي د خبریالانو د  پوښتنو  په ځواب کې وکړې.

کربي په غزه کې د ملکي وګړو لپاره د بشردوستانه اوربند په اړه وویل "موږ پدې باور یو اوسمهال اوربند سم ځواب  او اقدام ندی. موږ باور لرو چې اوسمهال اوربند به حماس ته ګټه ورسوي."

کربي یادونه وکړه چې امریکا د اوربند پر ځای  "موقتي بشري وقفې" هرکلۍ کوي چې د ملکي خلکو د ایستلو لپاره چې غواړي په غزه کې له تاوتریخوالي څخه وتښتي او سیمې ته د بشري مرستو رسولو اسانتیاوې برابرې کړي‌ ملاتړ کوي.

د حماس پوځي څانګې، القسام  د اکتوبر په ۷ مه نيټه د اسرائیلو پر خلاف د اقصی سیلاب په نامه د سترو بریدونو او عملیاتو د پيلولو نه خبر ورکړی وو.

اسرائیلو ددې بریدونو په ځواب کې پر غزې پراخه هوايي بریدونه پيل کړل چې تر اوسه پورې دوام لري. همداشان اسرائیلو د غزې پر خلاف د هوايي‌ عملیاتو سربیره مځکني‌ عملیات هم پيل کړل. په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې د وژل شوو ملکي‌ وګړو شمیره د ۸ زرو تنو نه اوښتې ده چې ډیری ښځې او ماشومان دي.

پيوندونه: #اوربند , #غزه , #امریکا

اړوند خبرونه