د اسرائیلو پر خلاف غبرګونونه په تلو تلو کې مخ په ډیریدو دي
د روسیې د داغستان په خودمختاره جمهوریت کې د اسرائیلو نه راغلې یوې الوتکې د خلکو سخت قهر وپارو.
د روسیې د داغستان په خودمختاره جمهوریت کې د اسرائیلو نه راغلې یوې الوتکې د خلکو سخت قهر وپارو.
د روسیې د داغستان په خودمختاره جمهوریت کې د اسرائیلو څخه د راغلې یوې الوتکې پر سر د مظاهره کوونکو او امنیتي ځواکونو ترمنځ په نښته کې ۲۰ تنه ټپیان شوي دي.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې کله چې خلکو واورېدل چې د اسرائیلو څخه وه الوتکه د ماخچکالا په هوايي ډګر کې راښکته شوې ده، په لسګونو خلکو په هوايي ډګر هجوم وکړ.
مظاهره چیانو چې د فلسطین بیرغونه په لاس کې درلودل د اسرائیلو پر ضد یې شعارونه ورکول. لاریون کوونکو غوښتنه کوله چې مسافرو ته دې هېواد ته د ننوتو اجازه ورنکړل شي او الوتکه دې بېرته تل ابیب ته ولېږدول شي.
په هوايي ډګر کې د احتیاطي تدابیرو په نیولو سره د امنیتي ځواکونو او مظاهره چیانو ترمنځ نښته وشوه. ویل شوي، چې په دې پېښو کې لږ تر لږه ۲۰ کسان ټپیان شوي او ۶۰ کسان نیول شوي دي.
د روسیې د هوايي چلند ادارې اعلان وکړ چې دغه هوايي ډګر د نوامبر تر شپږمې نیټې پورې په موقتي ډول د الوتنو پر مخ تړل شوی دی