د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ولسمشر اردوغان ته د تورکیې جمهوریت د سلمې کلیزې له امله مبارکي‌ وویله

پوتین په خپل پیغام کې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د تورکیې د جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت مبارکي وویله.

2057314
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ولسمشر اردوغان ته د تورکیې جمهوریت د سلمې کلیزې له امله مبارکي‌ وویله

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د تورکيې د جمهوريت د سلمې کليزې په مناسبت مبارکۍ پيغام په خپرولو سره ویلي‌ دي ،  په تېره يوه پېړۍ کې ستاسو هېواد له ډېرو ستونزو او مشکلاتو سره سره  په اقتصادي، ټولنيزو او نورو برخو کې يې ډیر زیات  برياليتوبونه تر لاسه کړي دي او تورکيه په نړيوال ډګر کې له لوړ مقام څخه برخمن یو هیواد دی. "

 

پوتین په خپل پیغام کې ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د تورکیې د جمهوریت د سلمې کلیزې په مناسبت مبارکي وویله.

 

پوتین ټینګار وکړ چې د روسیې او تورکیې اړیکې د دوستۍ او ښه ګاونډیتوب په چوکاټ کې پراختیا مومي.

 

"ګران ملګري (اردوغان)، زه غواړم چې تاسو ته د تورکیې جمهوریت د تاسیس  د سلمې کلیزې په مناسبت د زړه له کومې مبارکي وړاندې کړم، په تیره پیړۍ کې ستاسو هیواد له ډیرو ستونزو سره سره  او په اقتصادي، ټولنیزو او نورو برخو کې یې ویاړلي بریاوې ترلاسه کړې دي. تورکیه په نړۍ کې د لوړ وقار څخه برخمن  هیواد دی." په بیلابیلو برخو کې د تورکیې سره همکارۍ ښې پایلې ورکړي‌ دي.  لویې ګډې پروژې په سیستماتیک ډول پلي کیږي. مسکو او انقره په بریالیتوب سره د سیمه ایزې او نړیوالې اجنډا د مهمو مسلو د حل لپاره په خپلو هڅو کې همکاري کوي. موږ د خپلو دوستانه خلکو د ګټو او د یو عادلانه او دیموکراتیک نړیوال نظم د جوړولو لپاره خپلې دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کوو. زه ډاډه یم چې موږ به په دوامداره توګه په ټولو برخو کې پرمختګ ته دوام ورکړو."

پوتین د تورکیې خلکو ته د خوښۍ او سوکالۍ هیله وکړه.



اړوند خبرونه