پوتین د منځني‌ ختیځ د مشرانو سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فلسطین له ولسمشر محمود عباس، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسی، د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسی او د سوریې د رژیم له مشر بشارالاسد سره د اسرائیلو او فلسطین د شخړې په اړه خبرې اترې وکړې.

2052010
پوتین د منځني‌ ختیځ د مشرانو سره ټيلیفوني‌ خبرې وکړې

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د فلسطین له ولسمشر محمود عباس، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسی، د ایران له ولسمشر ابراهیم رئیسی او د سوریې د رژیم له مشر بشارالاسد سره د اسرائیلو او فلسطین د شخړې په اړه خبرې اترې وکړې.

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پوتین د منځني ختیځ له یو شمېر مشرانو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د خبرو پر مهال د اسرائیل او فلسطین پر زیاتېدونکي شخړې هم خبرې وشوې او زیاته یې کړه، د جګړې د پراخېدو، د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په ډېرېدو او په سیمه کې د ژورېدونکي بشري ناورین په اړه ژوره اندېښنه څرګنده شوه. په ټولو ملاقاتونو کې غزې تړانګې ته د بیړنۍ مرستو د رسولو په خاطر د هر څه ژر  او چټک  اوربند باندې ټینګار وشو.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په غزه کې د بشري وضعیت په اړه هم سلا مشورې وشوې.

"پوتین د غزې د بشري وضعیت په بیړني حالت او د درملو، خواړو او نورو حیاتي محصولاتو د بیړني تحویل لپاره د غزې په ټرانګه د لګیدلې محاصرې د هر څه ژر  لرې کولو اړتیا باندې ټینګار وکړ. همداشان نوموړې نښتې په یوې سیمه ایزې جګړې د بدلیدیو د احتمال په اړه جدي اندیښنې هم څرګندې شوې.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې پوتین په دې لیدنه کې ټینګار کړی چې د ملکي وګړو پر وړاندې تاوتریخوالی د منلو وړ نه دی.

"دا توافق شتون لري چې د کړکیچ بې ساري زیاتوالی د منځني ختیځ د حل په پروسه کې د اوږدمهاله خنډ له امله دی. په دې برخه کې، پوتین په منځني‌ ختیځ کې د فلسطين مسئلې ته په نړيواله حقوقي بنسټ ولاړ يو اوږدمهاله او عادلانه حل د ترلاسه کولو لپاره د اسرائیلو سره  په سوله او امنیت کې ژوند کولو او یو خپلواکه فلسطیني‌ دولت د جوړولو پر اهمیت ټینګار وکړ.



اړوند خبرونه