شمالي‌ کوریا ولسمشر په زغره وال ریل ګاډي‌ کې روسیې ته ورسید

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ، په زغره والو اورګاډي کې د روسیې خاورې ته داخل شو.

2036357
شمالي‌ کوریا ولسمشر په زغره وال ریل ګاډي‌ کې روسیې ته ورسید

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ، په زغره والو اورګاډي کې د روسیې خاورې ته داخل شو.

د روسیې د رسنیو د راپورونو له مخې، د کیم سره زغره وال ریل ګاډی نن سهار د روسیې له پولې تېر شو او د لرې ختیځ فدرالي ولسوالۍ اړوند د پریمورسکي کرای کې د خسان ریل سټیشن ته ورسید.

بیا ریل ګاډی د اوسوریسک  ښار څخه د خبروفسک ښار په لور حرکت وکړ. کیم د اورګاډي تم ځای لا نه دی معلوم.

تمه کیږي چې کیم به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره چې پرون په ختیځ اقتصادي فورم کې د ګډون لپاره  د پریمورسکي کرای سیمې د  ولادیوستوک ښار  ته تللی وو سرمشریزه وکړي.

د روسیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې پوتین او کیم به د لیرې ختیځ فدرالي ولسوالۍ کې سره  دوه په دوه لیدنه وکړي . همداشان وروسته به دواړه مشران  د پلاوي مشري وکړي.

هغه وویل  چې پوتین به د کیم په درناوي د رسمي میلمستیا ورکړي. همداشان په لیدونو کې به په دوه اړخیزو اړیکو تمرکز وشي.

د امریکا د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي تیره میاشت وویل چې شمالي کوریا او روسیه په فعاله توګه د وسلو په خبرو اترو کې ښکیل دي.

هغه وویل، "د دغو خبرو اترو په تعقیب، د لوړې کچې خبرې ممکن په راتلونکو میاشتو کې دوام ومومي. د احتمالي موافقو سره، روسیه کولی شي د پام وړ اندازه او ډول ډول مهمات له شمالي کوریا څخه ترلاسه کړي، چې دوی یې په اوکراین کې کارول غواړي."

تیره اونۍ د امریکا رسنیو ادعا وکړه چې کیم به له پوتین سره د وسلو په اړه د خبرو اترو لپاره روسیې ته ولاړ شي.

له بلې خوا د امریکا ادارې د شمالي کوریا پر مشر غږ کړی چې "مسکو ته وسلې ورکولو نه ډډه وکړي".

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاندې اډرین واټسن یونهاپ خبري اژانس ته دا خبره وکړه.

واټسن ټینګار وکړ چې د کیم او پوتین د غونډې په جریان کې به د وسلو احتمالي معامله په اجنډا کې وي.

"موږ په شمالي کوریا غږ کوو چې پیونګ یانګ عامه ژمنو ته غاړه کیږدي او روسیې  ته د وسلو ورکولو او پلورولو نه ډډه وکړي."



اړوند خبرونه