په بنګله دېش کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ډینګي تبې له امله ۱۸ نورو کسانو هم ژوند د لاسه ورکړ.
په بنګلادیش کې د ډینګي تبې ناروغي په چټکۍ سره د ودې په حال کې ده
2024604
په بنګله دېش کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ډینګي تبې له امله ۱۸ نورو کسانو هم ژوند د لاسه ورکړ.
په دې سره په هېواد کې د دغې ناروغۍ له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۱۶ ته ورسېد.
د بنګلادیش د روغتیا خدماتو عمومي ریاست لخوا د خپور شوي بیان له مخې ، په هیواد کې د جنوري راهیسې د ډینګي تبې د پیښو شمیر ۸۷ زره ۸۹۱ ته رسیدلی دی چې یواځې ۴۳ زره ۶۶۵ پيښې په پلازمینه ډاکه کې ثبت شوي دي.
په بنګله دیش کې، د تیر کال د ورته مودې په پرتله په جولای کې د ډینګي تبې پيښې ۸ برابره لوړې شوي دي.
د بنګلادیش د روغتیايي خدماتو عمومي ریاست اعلان وکړ چې پرون په هیواد کې د دې ناروغۍ له امله یوازې په یوه ورځ کې ۲۹۰۵ تنه په روغتون کې بستر شوي، او دا "په یوه ورځ کې په روغتون کې د بستر شوي خلکو په شمیر کې ریکارډ" دی.