شمالي‌ کوریا خپلو ځواکونو ته د وسلو او توغندیو د تولید د ډیرولو امر وکړ

مخکې له دې چې د امریکا  او  سویلي کوریا  لخوا د اګست په ۲۱ مه ګډ پوځي تمرینات پیل شي د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون په هیواد کې د وسلو او توغندیو د  تولید "د پام وړ زیاتولو" امر وکړ.

2024219

د شمالي کوریا د رسمي کوریا مرکزي خبري اژانس  په وینا ، کیم د اونۍ په پای کې د هیواد د وسلو له لویو فابریکو څخه لیدنه وکړه.

کیم د خپل سفر په ترڅ کې  په خپلو څرګندونو کې وویل چې د وسلو د تولید د زیاتولو په اړه يي د امر نه هدف  په سر کې په جبهه کې د خپلو ځواکونو اړتیاوو پوره کول دي.

هغه دې ته په اشارې سره چې شمالي کوریا باید یو "لوی نظامي ځواک ولري چې خپل دښمنان په بشپړ ډول له د لمنځه یوسي "، کیم وویل چې دوی باید "د هر ډول جګړې سره د مقابلې لپاره بشپړ چمتوالی ولري ".

جنوبي کوریا او امریکا هم اعلان وکړ چې راتلونکې اونۍ به د خپلو ګډو دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا لپاره ګډ پوځي تمرینات پیل کړي.

د سویلي کوریا د لوی درستیز دفتر لخوا  په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د "الچي ازادۍ ډال " په نوم تمرین به د اګست په ۲۱ مه پیل او تر ۳۱مې نیټې به دوام وکړي.

په بیان کې ویل شوي چې دا تمرینات به په وروستیو کلونو کې تر ټولو لوی  تمرینات وي، او په وینا یې تمرینونه به د سناریو په اساس ترسره شي چې په ځانګړې توګه د شمالي کوریا د توغندیو د ګواښونو په وړاندې د تدابیرو په موخه چمتو شوي.

اړوند خبرونه