په هاوايي کې د اورلګیدونو له امله د مړو شمیر ۹۳ تنو ته لوړ شو
د امریکا د هاوايي ایالت په ماوي ټاپو کې د سه شنبې په ورځ د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۹۳ تنو ته لوړه شوه.
د امریکا د هاوايي ایالت په ماوي ټاپو کې د سه شنبې په ورځ د اورلګېدنې له امله د مړو شمېر ۹۳ تنو ته لوړه شوه. اورلګیدنې، چې د لسګونو کسانو د مړینې لامل شوي، د غفلت سلسله اجنډا ته راوړه.
د امریکا په رسنیو کې د ۲۰۱۴ کال هغه راپور چې د خبرداري او د خطر سیسټمونه د خرابوالي نه پکې یادونه شوې ده په اجنډا کې ځای نیولی دی.
د هاوايي والي جوش ګرین ویلي دي چې دوی د مړو د شمیرې د لوړیدو په اړه اندیښمن دي . هغه وویل چې "دا ترټولو لوی ناورین دی چې هاوایی ایالت يي تجربه کوي. شاوخوا ۲۲۰۰ ودانۍ سوځيدلي دي او د د مالي زیانونو مقدار د ۶ میلیاردو ډالرو ته اوښتی دي.
په عین حال کې، د "وال سټریټ ژورنال" لخوا د ۲۰۱۴ کال راپور په ډاګه شوی چې د اور وژنې پلټونکو خبرداری ورکړی چې سیمه چې د اورلګیدونو د جدي ګواښ سره مخامخ ده د خبرداري او خطر سیستمونه خراب دي او له فعالیته غورځیدلي دي.
د ویلو ده چې په سیمه کې ژغورنې او پلټنې دوام لري. تر اوسه پورې ۹۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی او کیدای شي چې دا شمیره نوره هم لوړه شي.