امریکا د ناقانونه کډوالو د مخنیوي په خاطر د مکسیکو سره په پوله کې آرې ځای په ځای کړي دي
امریکا متحده ایالتونو د ناقانونه کډوالو او کډوالۍ د مخنیوي په خاطر د مکسیکو سره په پوله کې په لامبووهونکې ارې ځای په ځای کړي دي.
امریکا متحده ایالتونو د ناقانونه کډوالو او کډوالۍ د مخنیوي په خاطر د مکسیکو سره په پوله کې په لامبووهونکې ارې ځای په ځای کړي دي.
دا معلومه شوه چې د امریکا د تکساس ایالت والي ګریګ ایبټ مکسیکو په پوله د ریو ګرانډي سیند له لارې د کډوالو د تګ راتګ د مخنیوي په خاطر په سیند کې لامبووهوونکې آرې ځای په ځای کړي دي. همداشان د همدې لامبووهونکو آرو په سیمه کې د دوو تنو کډوالو مړي هم موندل شوي دي.
د امریکا د استازو د مجلس غړې ډیموکراټ سلویا ګارسیا د لامبو وهونکو آرو د عکسونو په خپرولو سره د تکزاس له والي ګریګ ایبټ څخه وغوښتل چې سمدستي دغه ظالمانه او غیر انساني عمل پای ته ورسوي.
والي ایبټ ټینګار کوي چې د آرې د خنډ پروژه ، چې د تیر کال د جون په میاشت کې اعلان او اجنډا ته راغلې وه او د جولای په میاشت کې پلې کړه ، هدف امریکا ته د ناقانونه کډوالو د راتګ مخنیوی دی . همداشان د تکزاس والي د جو بایدن پر حکومت د ناقانونه کډوالو د مخنیوي په اړه د لازمو تدابیرو په نه نیولو تورنوري.
د مکسیکو چارواکو په یوه بیان کې ویلي چې د اګست په دریمه او څلورمه نیټه د دوو مهاجرو جسدونه د ریو ګرانډی سیند ته نیږدې وموندل شول. ویل شوي چې یو تن چې خپل ژوند یې له لاسه ورکړی یو یې شل کاله عمر لري او د هندورراس نژاد وو او د بل کډوال هویت تر اوسه نه دی په ډاګه شوی.
له بله پلوه مکسیکو امریکا ته یاداشت ورکړی دی.
پداسې حال کې چې مکسیکو د دې خنډ پروژې له امله امریکا حکومت ته ۲ ډیپلوماتیک یادداشتونه لیږلي ، د مکسیکو د بهرنیو چارو وزیرې الیسیا بارسینا په دې وروستیو کې د خپل امریکایی سیال انتوني بلینکن سره په لیدنه کې د ددې خنډونو د لرې کولو غوښتنه کړې وه.
د امریکا د عدلیې وزارت د نوموړې جنجالي پروژې له امله د تکزاس د فدرالي چارواکیو پر خلاف اقامه د دعوا کړې ده . د عدلیې وزارت هر څه ژر ددې خنډونو د لرې کولو غوښتنه کړې ده.