د پولنډ ولسمشر: له اوکراین څخه د متقابل درک تمه لرو

د پولنډ ولسمشر اندرزیج دودا ویلي، هېواد به یې په دوامداره توګه له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین ملاتړ کړی او کوي، خو په هغه مسئله کې چې وارسا باید د خپلو ملي ګټو ساتنه وکړي هغه له کیف څخه د متقابل درک  تمه کوي.

2024239
د پولنډ ولسمشر: له اوکراین څخه د متقابل درک تمه لرو

د پولنډ ولسمشر اندرزیج دودا ویلي، هېواد به یې په دوامداره توګه له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین ملاتړ کړی او کوي، خو په هغه مسئله کې چې وارسا باید د خپلو ملي ګټو ساتنه وکړي هغه له کیف څخه د متقابل درک  تمه کوي.

دودا اونيزې "سيسي" مجلې ته وويل، پولنډ مکلف دی چې هم د خپل کورني بازار او هم د اروپايي ټولنې بازار دواړو ساتنه وکړي.

هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا وارسا د اروپایی کمیسیون د پریکړې سره سم ، د سپتمبر د ۱۵ مې نیټې نه په اعتبار سره  له اوکراین څخه پولنډ ته د غلو په صادراتو د بندیز له لرې کولو سره مخالفت ته دوام ورکوي‌ او که نه ؟ وویل ، د پولنډ حکومت به د اوکراین د کرنیزو محصولاتو په وارداتو بندیز وغځوي. هغه زیاته کړه چې

"دا څرګنده ده چې موږ په دوامداره توګه د روسیې د تیري په وړاندې د اوکراین د دفاع نه ملاتړ کوو، مګر زموږ تر ټولو مهم مکلفیت د پولنډ د ګټو ساتنه ده. له همدې امله، دا د داخلي او اروپایي اتحادیې د بازار ساتنه هم زمونږ مکلفیت دی. دا به زموږ په ګټه وي چې د دولتونو ترمنځ حقایق ومنو."

د دودا د بهرنۍ تګلارې د مشر سلاکار مارسین پریزیداکز له څرګندونو وروسته، چې ویلي‌ وو "کیف له وارسا څخه د ترلاسه شوو  مرستو په ارزښت او قیمت نه پوهیږي"، وویل ، دلته، زموږ اوکرایني ملګري وايي، 'مننه، مننه، مننه.' "موږ دا ډیر ځله د عامو خلکو څخه اورو، او موږ یې ډیره ستاینه کوو، مګر موږ د اوکراین له چارواکو څخه د ځینو مسلو په اړه د پوهاوي تمه لرو، په شمول زموږ د خپلو ګټو او مکلفیتونو."

په کیف کې د پولنډ سفیر، بارتوز سیچوسکي، د اګست په لومړۍ نیټه د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت ته د پرزیداکز له څرګندونو وروسته احضار شو چې "اوکراین باید د پولنډ څخه د ترلاسه شوي ملاتړ لپاره ډیره مننه وکړي".

د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت هم په وارسا کې د اوکراین سفیر احضار کړ او د دغه وضعیت په اړه یې غبرګون وښود.

د پولنډ لومړي وزیر ماتیس موراویکي هم په ټولنیزو رسنیو کې شریک کړل.

د یادولو وړ ده چې د پولنډ او اوکراین ترمنځه ددینه مخکې هم ځینې کوچنیو ناندریو دوام درلود چې په همدې چوکاټ کې اوکراین د روسیې لخوا پدې هیواد د یرغل د پيلولو پر ورځ  د پولنډ سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړی وو. پولنډ وايي دا کار باید نه وی شوی.

 



اړوند خبرونه