په نایجیریا کې د تاریخي‌ جومات د چپه کیدو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتی

د نایجریا په کادونا ایالت کې د یوه تاریخي جومات د چپه کیدو په پایله کې ۱۰ تنه وژل شوي او ۲۵ تنه ټپیان شوي چې د ۷ تنو روغتیايي حالت نازک دی.

2023885

په کادونا ولایت کې تاریخي جومات د مازدیګر د لمانځه پر مهال چپه شوی دی. په داسې حال کې چې د جومات تر خاورو لاندې ۱۰ تنه وژل شوي او ۲۵ تنه ټپیان شوي چې د ۷ تنو روغتیايي حالت نازک دی.

د جومات د چپه کیدو د لامل په اړه پلټنې پيل شوي او د لټون او ژغورنې چارې پای ته رسېدلې دي. د حادثې په اړه، چارواکو وویل "موږ تیره ورځ د جومات په دیوال کې درز لیدلی و او موږ پلان درلود چې د ترمیم لپاره د ملکي انجینرانو یوه ډله وټاکو."

دغه جومات چې په ۱۸۳۰ لسیزه کې په نایجیریا کې جوړ شوی، هر کال د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د مسلمانانو د تګ راتګ ځای بلل کېږي.

په هیواد کې ځینې ودانۍ په مکرر ډول نړیږي. کارپوهان وايي چې د دې سقوط لاملونه زاړه جوړښتونه، د ودانیو پلان جوړونه، د مقرراتو نه مراعت او د ودانیو پر مهال د بې کیفیته موادو کارول دي.

پيوندونه: #جومات , #نایجیریا

اړوند خبرونه