روسیې د څو لسیزو وروسته د لومړي ځل لپاره سپوږمۍ ته فضايي بیړۍ واستوله
روسیې په سپوږمۍ کې د اوبو د سرچینو د لټولو په موخه د ۱۹۷۶ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره سپوږمۍ ته فضايي بیړۍ واستوله.
روسیې په سپوږمۍ کې د اوبو د سرچینو د لټولو په موخه د ۱۹۷۶ کال راهیسې د لومړي ځل لپاره سپوږمۍ ته فضايي بیړۍ واستوله.
د روسیې فدرالي فضايي ادارې (Roscosmos) د پلازمینې مسکو ختیځ لوري ته په ۵۵۰۰ کیلومترۍ کې پرتې د وستوچني فضايي مرکز نه د لونا ۲۵ فضايي بیړۍ لیږدونکی سویوز 2.1v راکټ د فضا پر لورې وتوغو.
لونا-25 د بریالي توغولو څخه وروسته د الوتنې مدار ته ننوتو سره ،ښايي دا فضايي بیړۍ د اګست په ۲۱ نیټه د سپوږمۍ په سویلي قطب کې ښکته شي.
د لونا ۲۵ دا فضايي بیړۍ به د یو کال لپاره په سپوږمۍ کې د اوبو د سرچینو د لټون سربیره ، ماموریت لري چې د سپوږمۍ په سطحه د فضا د شعاعو او الکترومقناطیسي اخراجونو اغیزې وڅیړي.
د روسیې د فضايي ادارې مشر یوري بوریسوف وویل چې لونا ۲۵ فضايي بیړۍ سپوږمۍ ته د سوله ایزو موخو لپاره لیږل شوې، او دوی پلان لري چې په ۲۰۲۷، ۲۰۲۸ او ۲۰۳۰ کلونو کې سپوږمۍ ته فضايي بیړۍ واستوي.