د امریکا په هاوايي ایالت د اور لګېدنو له امله د مړو شمېر ۵۳ تنو ته لوړه شوه
د امریکا د هاوايي ایالت په ستر ټاپو او ماوي ټاپو کې د اور لګېدنو له امله د مړو شمېر ۵۳ تنو ته لوړه شوه.
د امریکا د هاوايي ایالت په ستر ټاپو او ماوي ټاپو کې د اور لګېدنو له امله د مړو شمېر ۵۳ تنو ته لوړه شوه.
چارواکو اعلان کړی چې په دوو ټاپوګانو کې د اورلګېدنې له امله د وژل شویو کسانو شمېر ۵۳ ته رسېدلی او د لا درکه شویو کسانو د لټون او ژغورنې هڅې روانې دي.
په زرګونو خلک له سیمې څخه ایستل شوي، ویل کیږي د اورلګېدنې له امله چې د تیرې سه شنبې په ورځ پیل شوې شاوخوا ۱۷۰۰ ودانۍ سوځیدلي دي.
د بله پلوه د الوتنو د لغوه کیدو له امله د ماوی نړیوال هوایی ډګر کې تر ۲۰۰۰ تنو ډیر مسافر بند پاتې دي.
چارواکو ویلي چې د هونولولو کنګرې مرکز ته څلور زره کسانو پناه وړې ده.
د هاوايي ایالت والي جوش گرین، پرون په یوه بیان کې، یادونه وکړه چې د لومړنیو معلوماتو وروسته په سوځیدلو ودانیو کې د پلټنو وروسته کیدای شي چې د ځاني زیانونو شمیره لوړه شي .
د امریکا ولسمشر جو بایډن او د هغه میرمن جیل بایډن د هغو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه چې په اورلګیدنه کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی. نوموړو ویلي دي چې "زموږ دعاګانې د هغو کورنیو سره دي چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي".
د ویلو ده چې د ماوی ټاپو د "ناورین زون" په توګه اعلان شوی.
د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جو بایډن د اورلګیدنې له امله ماوی ټاپو د "ناورین زون" په توګه اعلان کړ.
بایډن وویل چې دوې به د اورلګیدنې له امله اغیزمن شوو کسانو زیانونه جبران کړي.