په بورکینا فاسو کې په یوه ترهګریز برید کې ۲۵ کسان ووژل شول.
د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، ناپېژانده وسله والو دغه برید له توګو هیواد سره پر پوله د بټو ښارګوټي ته څېرمه ترسره کړی دی.
2021739
په بورکینا فاسو کې په یوه ترهګریز برید کې ۲۵ کسان ووژل شول.
د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، ناپېژانده وسله والو دغه برید له توګو هیواد سره پر پوله د بټو ښارګوټي ته څېرمه ترسره کړی دی.
په پیښه کې ۲۵ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
په ۲۰۱۵ کال کې په بورکینا فاسو کې د امنیتي کړکېچ له کبله تر ۲ میلیونو ډېر کسان د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شول. د حکومت د معلوماتو له مخې له دغو کسانو څخه یوازې ۱۲۰ زره یې خپلو کورونو ته ستانه شوي دي.
لومړي وزیر اپولینایر جوآخیمسن کیلیم دی تامبیلا د می په میاشت کې په یوه وینا کې وویل چې د هیواد ۶۵ سلنه خاوره د دولت تر کنټرول لاندې ده.