هنګري په پارلمان کې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د تصویبولو په اړه رای اچونه وځنډیده

په هنګري کې د اپوزیسیون لخوا په ناټو سازمان کې د سویډن د غړیتوب د تصویبولو په موخه په جوړه شوې د پارلمان په عمومي غونډه کې د نصاب د نه پوره کیدو له امله رای اچونه وځنډیده.

2018663
هنګري په پارلمان کې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د تصویبولو په اړه رای اچونه وځنډیده

په هنګري کې د اپوزیسیون لخوا په ناټو سازمان کې د سویډن د غړیتوب د تصویبولو په موخه په جوړه شوې د پارلمان په عمومي غونډه کې د نصاب د نه پوره کیدو له امله رای اچونه وځنډیده.

د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې، د واکمن ګوند وکیلانو د پارلمان  پدې فوق العاده په غونډه کې چې د اپوزیسیون ګوند د وکیلانو لخوا په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د تصویبولو په موخه جوړه شوې وه د اعتراض په توګه ګډون ونکړ.

په ناټو کې د سویډن د ګډون د تصویب په اړه رایه اچونه وروسته له هغه وځنډول شوه چې د واکمن ګوند غړو چې په پارلمان کې دوه پر درې برخه اکثریت لري، غونډې ته حاضر نه شول.

د هنګري د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزیر پیټر سیجارتو د جولای په ۱۱ مه وویل چې د سویډن لخوا د ناټو د غړیتوب تصویب اوس "یوازې تخنیکي موضوع" ده.

هنګري د جون په ۲۸مه اعلان وکړ چې په ناټو کې د سویډن د غړیتوب د تصویب غونډه تر مني پورې وځنډول شوه.

فنلنډ د اپریل په ۴ مه د ناټو ۳۱ غړی شو، په داسې حال کې چې تورکیې او هنګري تر اوسه په ناټو کې د سویډن د غړیتوب غوښتنه نه ده تصویب کړې.

د هنګري وزیر زیجارتو د جولای په پنځمه په خپله وینا کې وویل چې دوی به له انقرې سره په دوامداره تماس کې وي او ټینګار یې وکړ چې که په ناټو کې د سویډن غړیتوب په اړه د تورکیې چلند بدل شي ، هنګري به هیڅ کله د سویډن د ناټو د غړیتوب مخه ونه نیسي. سیجارتو د جون په ۱۴مه وویل چې د هنګري حکومت په ناټو کې د سویډن د غړیتوب ملاتړ کوي، خو د ستاکهولم د حکومت له خوا د هغه هېواد ته د «توهین» په پام کې نیولو سره، وروستۍ پریکړه په پارلمان پورې اړه لري.


پيوندونه: #سویډن , #ناټو , #هنګري

اړوند خبرونه