د روسیې لخوا د اوکراین د کریوي ریګ په ښار د بریدونو کې د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوه
د اوکراین په کریوي ریګ ښار د روسیې له خوا په ترسره شوي توغندیز برید کې د مړو شمیره ۶ او د ټپیانو شمېر ۷۳ تنو ته لوړه شوه.
د اوکراین په کریوي ریګ ښار د روسیې له خوا په ترسره شوي توغندیز برید کې د مړو شمیره ۶ او د ټپیانو شمېر ۷۳ تنو ته لوړه شوه.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي پرون سهار په کریوي ریګ کې د روسیې د بریدونو په اړه په خپل ټولنیز رسنیو کې یو بیان خپور کړ.
زیلینسکي ویلي، په هغه ځای کې د لټون او ژغورنې هڅې دوام لري، چې د روسیې توغندی لګېدلی او په دغه برید کې د یوه ماشوم په ګډون ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د کریوی ریګ دفاعی شورا رئیس الکساندر ویلکول هم په ټولنیزو رسنیو کې په خپل پیغام کې ویلی چې په برید کې د ټپیانو شمېر ۷۳ ته رسېدلی چې ۸ تنه یې ماشومان دی.
زیلینسکي پرون سهار په خپله وینا کې خبر ورکړ چې د روسیې پوځ د کریوي ریګ او خرسون په ښارونو کې اپارتمانونه او د پوهنتون ودانۍ په نښه کړي او هلته یې ګنشمیر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
د اوکراین د کورنیو چارو وزیر ایګور کلیمینکو تیره ورځ په خپل ټولنیزه میډیا کې ویلي چې په برید کې یو کس وژل شوی او لس نور ټپیان شوي دي.