په ډنمارک کې پر قرآن کریم  بریدونه دوام لري.

په اروپا کې پر قرانکریم د بریدونو لړۍ دوام لري

2016284
په ډنمارک کې پر قرآن کریم  بریدونه دوام لري.

په ډنمارک کې پر قرآن کریم  بریدونه دوام لري.

د وطنپالو ډنمارکیانو په نامه اسلام دښمنه او توکمپاله ډلې  په پلازمېنه کوپنهاګن کې د تورکیې او مصر د سفارتونو مخې ته په  قران کریم برید وکړ او قرانکریم يي وسوځو.

تورکیې په ډنمارک کې پر قرانکریم د بریدونو په اړه ډیر سخت غبرګون ښودلی دی.

د تورکیې د  بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دی چې ،

"موږ پر خپل سپېڅلي کتاب، قرآن کریم روان بریدونه په کلکو ټکو غندو."

په  بیان کې ويل شوي چې د ډنمارکي چارواکیو لخوا په مکرر ډول په دغو بريدونو سترګې پټول او ددې پاروونکو اقداماتو ترسره کوونکو ته خوندي زمینه برابرول ددې ښکارندويي کوي چې دوې  ددې مسئلې پر وخامت نه پوهیږي.

 

"دا ډول بریدونه نه یوازې په میلیاردونو مسلمانان ځوروي، بلکې ټولنیزې سولې او د همغږۍ کلتور ته هم زیان رسوي. د ډنمارک چارواکي باید د دغه کرکې ډک  جرم د تکرار د مخنیوي لپاره اړین ګامونه پورته کړي."

د  تورکیې د عدلیې وزیر یلماز تونج هم پدې اړه په خپور کړي پيغام کې ویلي دي چې

"دا بریدونه چې د ازادۍ تر نامه لاندې ترسره کیږي او د ډیموکراسۍ په پلمه ترسره کیږي، نه یوازې د اسلامي نړۍ بلکې د ټول انسانیت سوله او ارامي په نښه کوي."

د عدالت او پراختیا ګوند مرستیال مشر او د ګوند ویاند عمر چیلیک هم په خپل ټویټر پاڼه په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې "زموږ پر سپېڅلي کتاب، قرآن کريم باندې روان بريدونه د لعنت او کرکې وړ عمل دی. د ډنمارک چارواکي د دغو کرکې ډکو اعمالو مسوول دي. د ډنمارک چارواکي په دغو د انسانیت او اخلاقو ضد بریدونو باندې سترګې پټوي .

د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ هم د سپېڅلو کتابونو په وړاندې د تاوتریخوالي پر خلاف د اقداماتو غوښتنه وکړه.

مراکش د ملګروملتونو سازمان عمومي غونډې ته وړاندیز وړاندې کړ. په دغه پرېکړه لیک کې چې د ملګروملتونو په عمومي غونډه کې تصویب ، سپېڅلو کتابونو او مذهبي ځايونو سره د هغوى د ديني عقايدو له امله هر ډول تاوتريخوالى له نړيوالو قوانينو څخه سرغړونه وبلل شوه.

د اسلامي همکاریو سازمان هم د دوشنبې په ورځ په سویډن او ډنمارک کې  قرآن کریم  ته د سپکاوي له امله د فوق العاده غونډې د جوړولو پریکړه وکړه.

سویډن مقاماتو ویلي دي چې دوې هڅه کوي چې پدې هیواد کې پر قرانکریم برید تکرار نشي.

د سویډن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلسټروم دغه بریدونه د "کرکې وړ" په توګه په ګوته کړی او ویلي دي چې ، دوی د عامه نظم د ساتنې لپاره د سویډن قانون د تطبیق احتمال ارزولو لپاره یو نوښت پیل کړی.



اړوند خبرونه