چین د سړې جګړې د ذهنیت سره د مقابلې غوښتنه وکړه
د چين د بهرنيو چارو نوي وزير او د چين د کمونست ګوند د بهرنيو اړيکو د مرکزي کمېسيون مشر وانګ يي د سړې جګړې له ذهنيت سره د مخالفت غوښتنه وکړه.
د چين د بهرنيو چارو نوي وزير او د چين د کمونست ګوند د بهرنيو اړيکو د مرکزي کمېسيون مشر وانګ يي د سړې جګړې له ذهنيت سره د مخالفت غوښتنه وکړه.
وزير وانګ يي د بريکس د ملي امنيت د سلاکارانو په غونډه کې چې د برازيل، روسيې، هند، چين او د جنوبي افريقا جمهوريتونه پکې ګډون لري، د جنوبي افريقا په جوهانسبرګ کې جوړه شوې وه خبرې وکړې.
وانګ يي د دې په څرګندولو سره چې برکس د پرمختيايي هېوادونو لپاره يو مهم پلاتفورم ګرځېدلی دی. هغه پر دې ټينګار وکړ چې د بريکس هېوادونه بايد خپله ستراتيژيکه همغږي لا پياوړې کړي.
وانګ يي پر دې ټينګار وکړ چې خلاصون، ټول شموله او د برياليتوب همکاري بايد په عملي کړنو بدله شي. وانګ وويل، موږ بايد د بريکس همکارۍ په لومړي سر کې وساتو.
وانګ د اوسني نړیوال امنیتي ننګونو سره د مقابلې او د امنیت کړکیچ حل کولو لپاره "د تسلط سره مقاومت" او "د سړې جګړې ذهنیت سره مخالفت" غوښتنه وکړه.
وزیر وانګ د غونډې په چوکاټ کې د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره هم وکتل.
وانګ يي د دې په څرګندولو سره چې چين به هيڅکله د يو شمېر هېوادونو د تسلط طلبۍ لاره تعقیب نکړي. وانګ پر دې ټينګار وکړ چې هېواد يې د هند په ګډون له ډېرو پرمختيايي هېوادونو سره د څو اړخيزتوب او د نړيوالو اړيکو کې د ډيموکراسۍ د ملاتړ لپاره چمتو دی.
د بریکس د غړو هېوادونو موخه د خپلو غړو ترمنځ سیاسي، اقتصادي او کلتوري همکاري ده.
د بریکس د مشرانو غونډه به ددې ډلې پراخولو د اجنډا سره د اګست د ۲۲ او ۲۴ مو نيټو ترمنځه د جوهانسبرګ په ښار کې جوړه شي.
اړوند خبرونه
چین په بیجینګ کې د المان سفیر بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ
چین په بیجینګ کې د جرمني سفیر پاتریشیا فلور د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.