امریکا : د پوتین سره د ولسمشر اردوغان مخامخ لیدنې ته هیله مند یو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دوی هیله من دي، چې په دې اړه د تورکیې او روسیې د مشرانو غونډه بریالۍ پایلې ولري او د ټولې نړۍ لپاره یو ښه زیری وي.

2015698
امریکا : د پوتین سره د ولسمشر اردوغان مخامخ لیدنې ته هیله مند یو.

امریکا متحده ایالتونو وویل ، چې دوې  د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د تورکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان اټکل شوې مخامخ لیدنې ته ډیر هیله مند دي او پدې لیدنه کې  به د تورې بحیرې د غلو دانو د تړون د بیا پیلولو په اړه مثبتې پایلې ترلاسه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په یوه ورځني خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

میلر له پوتین سره د غلې دانې د تړون  په اړه د اردوغان څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې دوی باور لري چې ددې غونډې نه به مثبتې پایلې ترلاسه شي.

هغه وویل "لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، ولسمشر اردوغان د جمعې په ورځ وویل چې هغه غواړي ولسمشر پوتین وهڅوي چې د تور سمندرګي د غلو نوښت سره یوځای شي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، دوی هیله من دي، چې په دې اړه د تورکیې او روسیې د مشرانو غونډه بریالۍ پایلې ولري او د ټولې نړۍ لپاره یو ښه زیری وي.



اړوند خبرونه