امریکا ادعا کړې چې روسیه به په تور سمندرګي کې پر ملکي کښتیو بریدونو وکړي او پړه به په اوکراین واچوي

امريکا ادعا کړې، چې روسيې د اوکراين په بندرونو کې اضافي سمندري ماينونه ځاى پر ځاى کړي او ښايي پر ملکي کښتیو بریدونه وکړي  او د بریدونو تور پر اوکراین پورې کړي.

2014303

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي په یوه ورځني آنلاین خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې.

هغه ددې خبرې په ټینګار چې روسیې د اوکراین په بندرونو د بریدونو سره  کرنېزو زیربناګانې زیانمنې کړي دي.کربي خبرداری ورکړ چې مسکو کولی شي خپل بریدونه پراخ کړي او په تور سمندر کې په ملکي کښتیو هم بریدونه وکړي.

کربي یادونه وکړه:

"هغه معلومات چې موږ ترلاسه کړي ښیي چې روسیه د اوکراین په بندرونو کې اضافي سمندري ماینونه ځای پر ځای کوي. موږ د  یوې ویډیو شاهدي وکړه  چې په کې روسیه یو سمندري ماین کشف او وروسته دا ماین ته انفجار ورکوي او ددې پړه پر اوکراین اچوي. دا ویدیو د روسیې لخوا خپره شوې ده .  موږ باور لرو چې دا  په تور سمندرګي  کې په ملکي کښتیو هر ډول برید ته مشروعیت ورکولو په خاطر یوه هڅه ده چې وروسته ددې بریدونو پړه  پر اوکراین واچوي. هغه وویل چې حتا روسیه دا عملیات د روسیې د بیرغ نه په استفادې سره ترسره کوي.

له بلې خوا کربي پر روسیې باندې غږ وکړ چې  د غلې دهلېز تړون ته راستون شي.

اړوند خبرونه