لاوروف: د تور سمندرګي‌ د غلو په تړون کې د روسیې برخه ندي‌ عملي‌ شوې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وویل، چې د ملګرو ملتونو له هڅو سره سره د هغه هېواد په اړه د تور سمندرګي د تړون برخه نه ده عملي شوې.

2009646

لاوروف د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د روسیې او د خلیج د همکارۍ شورا د ستراتیژیک ډیالوګ په شپږمه غونډه کې  د تور سمندرګي د تړون د شرایطو د ښه کېدو په اړه د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په دې تړون کې د روسیې برخه نه ده پلي شوې.

لاوروف وویل، دوی له ډېرې مودې راهیسې اورېدلي چې د ملګرو ملتونو چارواکي په دې برخه کې هڅې کوي.

" د همدې امله دا ویلی شو یو شی چې هیڅ شتون ونلري‌ د هغه ښه کیدل به څه ډول ممکن وي.

لاوروف په دې دلیل چې د اوکراین اړونده برخه په یوه سوداګریزه پروژه بدله شوې ده، وویل چې د اوکراین له بندرونو څخه د صادراتو د غلې دانې مقدار له درې سلنې څخه کم د خوراک د نړیوال سازمان په لیست کې تر ټولو بې بې وزله هیوادونو ته صادریږي.

لویه برخه شتمنو هیوادونو ته صادریږي. هغه یو ځل بیا وویل چې ددې تړون تداوم لپاره کوم سبب نه ګوري.

اړوند خبرونه