جنوبي‌ کوریا : نړۍواله ټولنه باید د شمالي‌ کوریا د اټومي‌ فعالیتونو په اړه قوي‌ هوډ ولري

د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول ویلي، د شمالي کوریا د اټومي فعالیتونو  پر وړاندې باید قوي نړیواله اراده شتون ولري.

2009264
جنوبي‌ کوریا : نړۍواله ټولنه باید د شمالي‌ کوریا د اټومي‌ فعالیتونو په اړه قوي‌ هوډ ولري

د جنوبي کوریا ولسمشر یون سوک یول ویلي، د شمالي کوریا د اټومي فعالیتونو  پر وړاندې باید قوي نړیواله اراده شتون ولري.

يون دغه څرګندونې د ناټو په سرمشريزه کې چې سبا به د ليتوانيا په پلازمينه ويلنيوس کې پيلیږي د ګډون په موخه لیتوانیا ته د سفر نه مخکې  خبريالانو ته وکړې.

یون وویل چې هغه پلان لري چې د ناټو د غړو هیوادونو له مشرانو سره د شمالي کوریا د پوځي ظرفیت د زیاتوالي په اړه خبرې وکړي.

"دا د دې وخت دی چې دا روښانه کړو چې د شمالي کوریا د اټومي وسلو د پروګرام د مخنیوي لپاره د نړیوالې ټولنې پیاوړې اراده  د شمالي کوریا د اټومي وسلو د پراختیا پّ په پرتله پیاوړې ده.".

یون وویل چې یو سند به د اتومي وسلو د خپریدو د مخنیوي په شمول په ۱۱ برخو کې د سویلي کوریا او ناټو ترمنځ د همکارۍ بنسټیز کولو وړاندیز وکړي.

یون وویل چې هغه به د امنیت په برخو کې د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره هم وګوري او د جاپان له لومړي وزیر کیشیدا فومیو سره به هم وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو، په نړیواله کچه د همکارۍ او پیوستون پر زیاتوالي خبرې وکړي.

یون د اوکراین په اړه د تبصرې په ترڅ کې وویل چې سویلي کوریا له اوکراین سره په بیلابیلو لارو بشري او مالي مرستې کوي.

یون وویل چې دوی به په اوکراین کې د جګړې څخه وروسته د سولې د ګړندي بیارغونې لپاره د اړتیا په هر اړخیز ملاتړ کار وکړي.



اړوند خبرونه