د روسیې د حکومت او واګنر اجیرې امنیتي‌ ډلې د مشر پریګوژین ترمنځه ستونزې دم ګړۍ حل شوه.

د واګنر مشر : مونږ نه غواړو چې وینه توې شي. د همدې امله خپلو هډو ته ستنیږو

2004011
د روسیې د حکومت او واګنر اجیرې امنیتي‌ ډلې د مشر پریګوژین ترمنځه ستونزې دم ګړۍ حل شوه.

د روسیې د حکومت او واګنر اجیرې امنیتي‌ ډلې د مشر پریګوژین ترمنځه ستونزې دم ګړۍ حل شوه.

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو د واګنر له مشر ایوګیني پریګوژین سره چې په روسیه کې یې وسله وال پاڅون پیل کړی وو لیدنه وکړه. د بیلاروس ولسمشر  لوکاشینکو اعلان وکړ چې  د واګنر د مشر پریګوژین سره ولیدل او هغه د مسکو پر لورې د خپلو ځواکونو پرمختګ درول او خپلو هډو ته د ستنیدو غوښتنه ومنله  . د بله پلوه د بیلاروس د ولسمشرۍ ماڼۍ لخوا په خپور شوي‌ بیان کې ویل شوي: "د واګنر مشر د لوکاشینکو غوښتنه ومنله "د روسیې په خاوره کې خپل پرمختګ ودرو." په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې لوکاشینکو دغه لیدنه  د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په  په مشوره او منظورۍ  ترسره کړه. د بیان په پای کې خبر ورکړل شو چې د وضعیت د حل په موخه پر یوې طرحې توافق وشو.

د بیلاروس څخه د دې بیان په تعقیب، د واګنر بنسټ ایښودونکي ایوګیني پریګوژین یو نوی بیان خپور کړ، او اعلان یې وکړ چې د واګنر جنګیالي بیرته خپل مرکز ته راستانه شوي. پریګوژین په یوه غږیز پیغام کې وویل: "هغوې غوښتل چې مونږ تصفیه کړي. مونږ د جون په ۲۳ مه د عدالت په خاطر په لاریون پيل وکړ. موږ له وینې تویولو پرته ۲۰۰ کیلومتره پرمختگ وکړ. په تیرو ۲۴ ساعتونو کې مسکو ته ۲۰۰ کیلومتره نږدې شو. د یو تن سرتیري‌ یوه قطره وینه مو تویه نکړه. مونږ ونه غوښتل چې د روسانو وینه تویه شي. د خپلو ځواکونو د پرمختګ لور ته تغیر ورکړ. د خپلو هډو پر لورې مو ورته د پرمختګ امر وکړ. د شوي‌ پلان او توافق له مخې خپلو هډو ته ستنیږو.. خو اوس دا امکان رامنځ ته شوی دی. موږ مسوولیت په غاړه اخلو. موږ خپل پوځیان بیرته په شا کوو او خپلو اډو ته ستنیږو."


پيوندونه: #ستونزه , #واګنر , #روسیه

اړوند خبرونه