انتوني بلینکن د انتونیو ګوتریش سره د تور سمندرګي د غلو تړون په اړه خبرې وکړې

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوتریش سره د تور سمندرګي د غلو دهلیز له تړون څخه چې په راتلونکې میاشت کې پای ته رسیږي د روسیې د وتلو د احتمال په اړه په تیلیفون خبرې وکړې.

2003567

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر په یوه لیکلي بیان کې ویلي:

"بلینکن د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوټریش سره د تور سمندرګي د غلو نوښت تړون په اړه چې موده  د جولای په ۱۷ مه نیټه پایته رسیږي‌ خبرې وکړې. روسیې ویلي‌ دي‌ چې دا تړون به تمدید نکړي."

په بیان  کې ویل شوي چې دواړو د خوراکي توکو د نړیوال امنیت لپاره د تړون پر اهمیت او د هغې د تعلیق په منفي اغیزو چې د خوراکي توکو په واردونکو په ځانګړې توګه په مخ پر ودې هیوادونو باندې به یې منفي اغیز ولري، موافقه وکړه.

د ویلو ده چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ په اوکراین باندې د روسیې د برید د اغیزو د کمولو لپاره، د نړۍ د خوراکي توکو په نرخونو د اغیزو د کمولو په خاطر د ملګرو ملتونو، د روسیې فدراسیون، تورکیې او اوکراین ترمنځه  ۲۰۲۲ کال د جولای په ۲۲ په استانبول کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د تور سمندرګي غلې دهلیز تړون لاسلیک شو. دغه تړون چې د ۲۰۲۲ کال د نوامبر له ۱۹ څخه د ۱۲۰ ورځو لپاره تمدید شوی وه ، پرېکړه وشوه چې د مارچ په ۱۸مه به وغځول شي.

روسي چارواکو ویلي چې دوی د دې تړون د غځولو کوم امکان نه ویني چې د جولای په ۱۷ مه پای ته رسیږي.

اړوند خبرونه