بیجینګ حکومت چین د دفاع وزیر سره د امریکا د دفاع وزیر د لیدنې غوښتنه رد کړه.
د امریکا متحده ایالتونو چین ته د دواړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د لیدنې په خاطر وړاندیز وکړ چې د بیجینګ لخوا دا وړاندیز رد شو.
بیجینګ حکومت چین د دفاع وزیر سره د امریکا د دفاع وزیر د لیدنې غوښتنه رد کړه.
د امریکا متحده ایالتونو چین ته د دواړو هیوادونو د دفاع وزیرانو د لیدنې په خاطر وړاندیز وکړ چې د بیجینګ لخوا دا وړاندیز رد شو.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند برید جنرال پاټریک رایډر وویل چې
"چین د روانې اونۍ په دننه کې په سینګاپور کې ددې هیواد د ملي دفاع وزیر لي شانګفو سره د لوید آستین د لیدنې په موخه زمونږ بلنه رد کړه. مونږ د د می د میاشتې په پیل کې دا بلنه کړې وه."
رايډر وويل، د امريکا د دفاع وزارت د واشنګټن او بېجينګ ترمنځ د اړيکو د ټينګښت پر اهميت ټينګ باور لري، څو ډاډ ترلاسه شي چې سيالي په شخړه بدله نه شي.
د پنټاګون وياند يادونه وکړه چې د چین لخوا د دواړو هیوادونو پوځونو ترمنځه په معنادار ډول د پوځي خبرو اترو نه ډډه کول او یا لیوالتیا نه ښودل به د امريکا د دفاع وزارت د چین د پوځ سره په مسوولانه توګه د اړيکو د مديريت په برخه کې په بېلا بېلو کچو کې د اړيکو د پرانيستې کرښې په اړه ټینګار ته دوام ورکړي .
رایډر وویل د چین د دفاع وزیر لي چې د امریکا د دښمنانو پر خلاف د بندیزونو له لارې د مبارزې قانون (CAATSA) کې قرار لري دا به د امریکا د دفاع د وزیر سره د هغه د لیدنې پر وړاندې کوم خنډ جوړ نکړي.
له بلې خوا د امریکا د دفاع وزارت یوه لوړ پوړي چارواکي ویلي، چین لومړی هېواد نه دی چې د امریکا د دفاع د وزیر، لوی درستیز یا د دغه وزارت د نورو چارواکو له خوا د خبرو بلنه ردوي.