اوکراین : روسیي ځواکونه د بخموت په جبهه کې په بعضو سیمو کې ۲ کیلومتره په شا شوي‌ دي

د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قومندان الکساندر سرسکي ویلي چې د بخموت د جبهې په ځینو برخو کې روسي ځواکونه دوه کیلومتره شاته شوي دي.

1985161
اوکراین : روسیي ځواکونه د بخموت په جبهه کې په بعضو سیمو کې ۲ کیلومتره په شا شوي‌ دي

د اوکراین د ځمکنیو ځواکونو قومندان الکساندر سرسکي ویلي چې د بخموت د جبهې په ځینو برخو کې روسي ځواکونه دوه کیلومتره شاته شوي دي.

سرسکي د خپل ټولنیز رسنۍ د پاڼې  له لارې په خپور کړي یوه بیان کې ویلي چې اوکرایني پوځیانو د بخموت په لور د ترسره شویو دفاعي عملیاتو پایلې ترلاسه کړې.

سرسکي وویل ، چې دوی په دې لار کې مؤثر ځواب ورکړی دی.

"د  جبهې  په ځینو برخو کې، دښمن نشي کولی د اوکراین د سرتیرو فشار ودروي او دوه کیلومتره شاته شي."

هغه دې ته اشاره وکړه چې د روسیې له دې څرګندونو سره سره چې دوی به د می په نهمه د بخموت کنټرول په لاس کې واخلي، داسې ونه شول.

"د اوکراین دفاعي ځواکونه په ډاډمنه توګه د جګړې جبهې نیسي او دښمن ته اجازه نه ورکوي چې پرمختګ وکړي. د بخموت لپاره مبارزه دوام لري."

له بلې خوا د ناټو د پوځي کمیټې مشر اډمیرل راب باویر ویلي چې روسیې په اوکراین کې د دویمې نړیوالې جګړې له دورې څخه د پاتو  وسلو کارول پیل کړي او اوکراین به د لویدیځ له خوا  ترلاسه کړي‌  ملاتړ په مرسته پرمختللې وسلې په اختیار کې لري.

باویر دا څرګندونې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ناټو په مرکزي دفتر کې د ناټو د سرمنشي له غونډې وروسته په اوکراین کې د جګړې د وروستي وضعیت په اړه وکړې.

"د اوکراین پر وړاندې د روسیې جګړه په وروستیو کلونو کې د یورو اتلانتیک د امنیت لپاره تر ټولو لوی ګواښ دی. مسکو تمه درلوده چې دا  جګړه به  په درې ورځو کې وګټي خو دادی ۱۵ میاشتي‌ کیږي‌ چې دوام لري.

"په حقیقت کې موږ ګورو چې روسانو د  ډیر زاړه توکو او ظرفیتونو په کارولو پيل کړی دی. اوس موږ د جګړې په ډګر کې د T-54 ټانکونه ګورو. په حقیقت کې  دا ټانکونه په  ۱۹۵۴ کال کې  ډیزاین شوي‌ دي. مګر ستونزه دا ده چې دوی لاهم ډیری T-54 لري. "

د ناټو د پوځي کمیټې مشر اډمیرل بویر "روسیې موخه یواځې اوکراین ندی ، دوې غواړي‌ چې ددې پولو نه ډیر هغه خوا لاسونه وغځوي.


پيوندونه: #جګړه , #روسیه , #اوکراین

اړوند خبرونه