زیلینسکي : سږ کال به د هالنډ په هاګ کې د روسیې د تیري د جرمونو د تعقیب نړیوال مرکز خپل کار پیل کړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې سږ کال به د هالنډ په هاګ کې د روسیې د تیري د جرمونو د تعقیب نړیوال مرکز خپل کار پیل کړي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې سږ کال به د هالنډ په هاګ کې د روسیې د تیري د جرمونو د تعقیب نړیوال مرکز خپل کار پیل کړي.
د اوکراین د ولسمشر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، زیلینسکي دغه څرګندونې د اوکراین پر ضد د جنګي جرمونو لپاره د ځانګړې محکمې د جوړولو په اړه په جوړ شوي ایتلاف کې د ګډون کوونکو هېوادونو د مشرانو په انلاین غونډه کې وکړې.
زیلینسکي ویلي چې دوی به د اوکراین پر ضد د جنګي جنایتونو د ترسره کوونکو د مجازات کولو په خاطر د خپل وس او توانه پورې هڅه وکړي.
"د روسیې د تیري جرم اوس ۲۱ مه پیړۍ د نړیوال ناورین څنډې ته راوستې ده."
زیلینسکي دې ته په اشارې سره چې د جرمونو نړیواله محکمه د تیري د جرم په اړه واک نه لري، وویل: "له دې امله د نړیوال قانوني سیسټم بشپړولو لپاره یوې محکمې ته اړتیا ده."
زیلینسکي وویل چې د روسیې لپاره د ځانګړې محکمې د جوړولو لپاره په جوړ شوي ایتلاف کې د ګډون کوونکو هیوادونو شمیر ۳۷ دی او دا شمیر به نور هم زیات شي.
د اوکراین ولسمشر وویل: "د روسیې تیري کونکو جرمونو د تعقیب لپاره نړیوال مرکز به سږ کال په دوبي کې په هاګ کې خپل کار پیل کړي. دا به د محکمې لپاره د خپلو موادو د پراختیا په برخه کې یو عملي ګام وي."
د اروپایی اتحادیې کمیسیون مشرې اروسولا وان دیر لاین چې د می په نهمه د اروپا د ورځې په مناسبت د اوکراین پلازمینې کیف ته تللې وه ،هم په انلاین غونډه کې ګډون وکړ.