د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې لویدیځ دا هیر کړي چې نازیانو ته چا ماتې ورکړه.
ولادیمیر پوتین د می د نهمې نیټې د بري د ورځې په مناسبت د پلازمینې مسکو په سور میدان کې جوړ شوو په دویمه نړیواله جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد لخوا نازي جرمني ته د ماتې ورکولو د ۷۸مې کلیزې په مراسمو کې ، ګډون وکړ.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې لویدیځ دا هیر کړي چې نازیانو ته چا ماتې ورکړه.
ولادیمیر پوتین د می د نهمې نیټې د بري د ورځې په مناسبت د پلازمینې مسکو په سور میدان کې جوړ شوو په دویمه نړیواله جګړه کې د پخواني شوروي اتحاد لخوا نازي جرمني ته د ماتې ورکولو د ۷۸مې کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د روسیې مشر پدې مراسمو کې په خپله وینا کې وویل چې لویدیځ اشرافیان د کرکې او "روسوفوبیا" تخم کري او زیاته کړه چې دوی غواړي سوله ییز راتلونکی وویني.
پوتین ددې په ادعا سره چې په لویدیځ کې د شوروي سرتیرو یادګارونه ویجاړ شوي او پر خای د نازي کلتور ته وده ورکړ شوې ده .
"لویدیځ دا خبره هیره کړې چې نازیانو ته چا ماتې ورکړې ده."
پوتین ادعا وکړه چې په اوکراین کې چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ په ۲۴ مه پیل شوې جګړه ، د لویدیځو هېوادونو د تمایلاتو له امله د دغه هېواد پر ضد پوځي کودتا وه او اوکراین خلک ددې اسیران شول.
د روسیې ولسمشر د بریا غوښتنه وکړه او ویې ویل چې نړۍ د روسیې پر وړاندې د پیل کړې جګړې سره د عطف په نقطه کې قرار لري.