اوکراین د روسیې اړوند د ۳۵ ډرون الوتکو د ویشتلو ادعاء کړې ده
د اوکراین وسله والو ځواکونو اعلان وکړ چې تیره شپه یې د روسیې اړوند ۳۵ ایراني بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.
1983892
د اوکراین وسله والو ځواکونو اعلان وکړ چې تیره شپه یې د روسیې اړوند ۳۵ ایراني بې پیلوټه الوتکې ویشتلې دي.
د اوکراین د وسله والو ځواکونو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې روسیې تیره شپه د کارکوف، خرسون، میکولایف او اودیسا په ښارونو ۱۶ توغندي بریدونو سربیره ، پر اوکرایني ځواکونو او استوګنځایونو ۶۱ هوايي او ۵۲ راکټي بریدونه کړي دي. پدې بریدونو کې د پام وړ ځاني تلفات هم رامنځته شوي دي.
د کیف ښاروال ویتالي کلیتیشکو اعلان وکړ چې په پلازمینه کیف کې لږ تر لږه پنځه تنه ټپیان شوي دي.
همداشان د اوکراین وسله والو ځواکونو ویلي دي چې ددې هیواد دفاعي ځواکونو د روسیې اړوند ۳۵ ایراني ډرون الوتکې ویشتلي او نسکورې کړي دي.