په پیرو کې د سرو زرو په یوه کان کې د اورلګېدنې له امله ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
په پیرو کې د سروزور په کان کې اورلګیدنې ستره فاجعه رامنځته کړه
1983848
په پیرو کې د سرو زرو په یوه کان کې د اورلګېدنې له امله ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د پیرو د مسئولینو په وینا دا پيښه د اریکیپا په سیمه کې د کانډیسویو په ولایت کې د لا اسپرانزا په نوم د سرو زرو په کان کې رامنځته شوې ده.
په اور لګېدنه کې ۲۷ کان کیندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ. له پېښې وروسته د لټون او ژغورنې هڅې دوام لري.
چارواکو ویلي چې اورلګېدنه د برښنا د تخنیکي ستونزې له امله رامنځته شوې او په اړه یې پلټنې روانې دي.
ویل شوي چې د پېښې ځای ته ګڼ شمېر پولیس او د لټون او ژغورنې ډلې استول شوي او د ۱۰۰ مترو په ژوروالي کې د لټون عملیات دوام لري.