په بلګراد کې په یو ښوونځي خونړی وسله وال برید شوی

د سربستان  په پلازمینه بلګراد کې پر یوه لومړني ښوونځي د وسله والو برید په پایله کې یې ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

1982321
په بلګراد کې په یو ښوونځي  خونړی وسله وال برید شوی
sırbistan saldırı
sırbistan saldırı

د سربستان  په پلازمینه بلګراد کې پر یوه لومړني ښوونځي د وسله والو برید په پایله کې یې ۹ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بلګراد امنیتي مسئولینو خبري غونډې ته وویل چې   په دغه برید کې د ښوونځي د یوه ساتونکي او ۸ تنو  زده کوونکو په ګډون ۹ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یوه ښوونکي او ۶ زده کوونکو په ګډون ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

ویل شوي چې برید د ۱۴ کلن شکمن لخوا  د خپل پلار ټوپک په کارولو سره ترسره شوی دی. د برید کوونکي  سربیره د هغه  پلار هم نیول شوی دی.

په پیښه کې د وژل شوو ماشومانو نه درې تنه يي ۱۲ کلن دي. همداشان ددې برید له امله په سربستان کې درې ورځې ملي ماتم اعلان شو.

ماتم به  د جمعې په ورځ د مې له پنځمې نیټې څخه پيل او ۳ ورځی به دوام وکړي.ددې پیښې له امله په ټول هیواد کې ښوونځي رخصت شوي دي.

د سربستان  د پوهنې وزیر برانکو روزیک د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل: "هیڅوک نشي کولی هغه ماشومان بیرته راولي چې وژل شوي دي. دا تصور کول ګران دي چې هغه ماشومان چې د ویره دا شیبه یې لیدلې څنګه احساس کوي،  امنیتي ساتونکي او ښوونکي د تراژیدۍ د مخنیوي لپاره څه ډول خپل ځان قربان کړ" د روغتیا وزیر ډانیکا ګروجیک وویل، "له بده مرغه، د دوی بیرته راوستلو لپاره هیڅ لاره نشته. "دا ترټولو بد شی دی چې ما په خپل مسلک کې د ډاکټر او یو شخص په توګه لیدلی دی."



اړوند خبرونه