د تورکیې لخوا د داعش د مشر د وژلو په اړه د امریکا لومړنۍ څرګندونې

امریکا متحده ایالتونو د تورکیې لخوا د داعش ترهګرې ډلې د تش په نامه د مشر ابو حسین القریشي د وژلو په اړه لومړنۍ څرګندونې وکړې.

1982052
د تورکیې لخوا د داعش د مشر د وژلو په اړه د امریکا لومړنۍ څرګندونې

امریکا متحده ایالتونو د تورکیې لخوا د داعش ترهګرې ډلې د تش په نامه د مشر ابو حسین القریشي د وژلو په اړه لومړنۍ څرګندونې وکړې.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند برید جنرال پاټریک رایډر وویل چې دوی د داعش په خلاف د تورکیې د مبارزې ستاینه کوي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند په ورځني مطبوعاتي کنفرانس کې،  د تورکیې د ملي استخباراتو ( میت ) لخوا د  سوریې په شمال کې د داعش ترهګرې ډلې د مشر ابو حسین القریشي پر خلاف د عملیاتو د ترسره کولو او د هغه له منځه وړو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ،

"موږ د داعش پر خلاف د تورکیې د مبارزې ستاینه کوو. لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، تورکیې ځواکونو ددینه مخکې هم د سوریې په شمالي سرحدي سیمو کې، د داعش پر خلاف مبارزه او جګړه کړې ده. د داعش ترهګرې ډلې د تل پاتې ماتې په خاطر د نړیوالې ټولنې هره هڅه او اقدام خورا ګټور دي. "

د ویلو ده چې د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اپریل په ۳۰ مه د تورکیې د ملي استخباراتو لخوا په ځانګړو عملیاتو کې د داعش ترهګرې ډلې د مشر د وژلو نه خبر ورکړ.

ولسمشر اردوغان وویل د داعش ترهګرې ډلې تش په نامه خلیفه ابو حسین الحسیني القریشي چې وخت په وخت يي د خپلې استوګنې ځای بدولو د تورکیې د ملي استخباراتو د تعقیب لاندې وو. استخباراتو په وروستي ځل راپور ترلاسه کړ چې القریشي د سوریې په شمال کې د عفرین ولایت د جیندرس په سیمه کې په یو کور کې پټ شوی دی. د تورکیې ملي استخباراتو ( میت ) سمدلاسه د عملیاتو د ترسره کولو په خاطر یوه ځانګړې ډله په دنده وګمارله او د اپریل په ۲۹ مه نيته د القریشي پر خلاف عملیات ترسره کړل.

استخباراتو منسوبینو لومړی په القریشي د تسلیم شه غږ کړ خو کله چې هغه پوه  شو چې نیول کیږي خپل انتحاري واسکټ ته يي انفجار ورکړ او ځان وژنه يي وکړه.

ابو حسین الحسیني القریشي چې په ۲۰۱۳ کال کې له داعش ترهګرې ډلې سره یو ځای شو، په لنډ وخت کې په دغه سازمان کې لوړ پوړو مقامونو ته ارتقا وکړه.

ابو حسین الحسیني القریشي د ۲۰۲۲ کال د نومبر په ۳۰ مه د داعش د پخواني مشر ابو حسن القریشي له وژلو وروسته د نوي خلیفه په توګه اعلان شو.



اړوند خبرونه