امریکا د اوکراین په جګړه کې د روسیې وروستي ځاني تلفات اعلان کړل

د ۲۰۲۲ میلادي کال د وروستۍ یا ډسمبر میاشتې راهیسې د اوکراین سره په جګړه کې تر ۲۰ زرو ډیر روسي سرتیري وژل شوي دي.

1981603
امریکا د اوکراین په جګړه کې د روسیې وروستي ځاني تلفات اعلان کړل

د ۲۰۲۲ میلادي کال د وروستۍ یا ډسمبر میاشتې راهیسې د اوکراین سره په جګړه کې تر ۲۰ زرو ډیر روسي سرتیري وژل شوي دي.

د امریکا د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي جان کربي په یوه ورځني خبري کنفرانس کې وویل، د هغو استخباراتو او معلوماتو له مخې چې موږ راټول کړي، اټکل کوو چې د دسمبر له میاشتې راهیسې روسیې ته سل زره تلفات اوښتي دي. هغه ادعا وکړه چې له دې شمېر څخه ٨٠ زره ټپيان شوي او ٢٠ زرو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.

کربي وویل، پدې ۲۰۰۰۰ تنو سرتیرو کې هم شاوخوا نیمایي واګنر امنیتي  شرکت اجیر جنګیالي دي چې  ډیری پخواني مجرمین  دي  چې په ټوله روسیه کې له زندانونو څخه استخدام شوي دي.

کربي د دې په څرګندولو سره چې په دونباس سیمه کې د یوې میاشتې راهیسې د روسیې برید هڅه "په پراخه کچه ناکامه شوې." کربي وویل چې د روسیې د زیانونو په اړه معلومات د امریکا استخباراتو پورې اړه لري، خو د اوکراین لوري د زیانونو په اړه یې څه ونه ویل.

کربي وویل چې د اوکراین دفاع لاهم اغیزمنه ده او "روسیه یې مجبوره کړه چې د لږو ګټو لپاره ډیرې سرچینې مصرف کړي".



اړوند خبرونه