د امریکا د الینوس ایالت کې د شګو توپان د لسګونو ټرافیکي پيښو لامل شو.
په امریکا کې د ټرافیکي پیښو له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
1981547
د امریکا د الینوس ایالت کې د شګو توپان د لسګونو ټرافیکي پيښو لامل شو.
د ویلو ده چې د شګو توپان له امله د لید واټن ډیر راټیټ شو او ټرافیکي پیښې ناگزیرې شوې. په لویه لار لږ تر لږه ۴۰ موټر له یو بل سره ټکر کړی دی.
د پیښې ځای ته د روغتیا او ژغورنې ډیرې زیاتې ډلې واستول شوې. په لسګونو امبولانسونه سیمې ته استول شوي وو. پدې ترافيکي پيښو کې ٦ تنه مړه او ٣٠ تنو ډیر ټپيان شوي دي.
د پېښې له امله لویه لار د دواړو خواوو نه د ترافیک پر مخ تړل شوې وه.
سیمه ایزو مسئولینو ویلي دي چې د ځاني تلفاتو ارقام کیدای شي چې لوړ شي. د ټپیانو نه د بعضو روغتیايي حالت ښه ندی.